Language

“د بلخ د سرپرست والي لږ شتون ګڼ شمېر ستونزې زېږولې دي”

مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه، ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا غړي او د سياسي چارو کارپوهان له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د سرپرست والي خورا کم شتون د ښې حکومتدارۍ پر وړاندې ستونزه بولي.

د اوسني حکومت له پيله د بلخ ولايت مقام تر څنګ ځينې دولتي ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي؛ خو له تېرو شپږ مياشتو د دغه ولايت سرپرست والي عطامحمد نور په بلخ کې د دولتي چارو پر ځای په کابل کې د جمعيت ګوند د اجراييه رييس په توګه ډېر بوخت پاتې شوی دی.

نور په دغه موده کې د جمعيت ګوند په استازيتوب له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې اترې روانې کړې دي چې لا يې هم بشپړې پايلې اعلان شوې نه دي.

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وايي، د اوسني حکومت مسوولينو چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال کومې ژمنې له خلکو سره کړې وې، يوه يې هم عملي کړې نه ده.

هغه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په ټول هېواد کې د سرپرستۍ موضوع د اندېښنې وړ وبلله.

د ولايتي شورا رييس له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور د کم شتون په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((يقينًا د سرپرستۍ لړۍ په خپله په دولتي چارواکو کې له چارو سره بې علاقه توب څرګندوي، ځکه چې د دغو شخصيتونو سرنوشت لا معلوم نه دی، ځينې سرپرستي د خپل ځان لپاره کسر شان بولي؛ نو که دا لړۍ روانه وي، د خلکو او دولت تر منځ د باور کمېدو لامل ګرځي.))

د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع هم د سرپرستۍ موضوع د ټول هېواد په څېر په بلخ کې هم د اندېښنې وړ وبلله.

نوموړي له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د بلخ د سرپرست والي د کم شتون په اړه وويل: (( طبيعي ده، چې کله د يوې ادارې لومړی کس نه وي؛ نو معاون او د ادارې نور کسان په سمه توګه چارې نه شي تر سره کولی.))

هغه وايي، له همدې امله هره ورځ خلک ولايتي شورا ته په شکايت راځي چې کارونه يې د والي او يا هم کوم بل سرپرست دولتي مقام لخوا وروسته پاتې دي.

شجاع ټينګار وکړ  چې په دغه ډول ښه حکومتداري نه شي رامنځ ته کېدای .

د سياسي چارو کارپوه شکور نجفي زاده په ټوله کې سرپرستي د بيروکراسۍ او اداري فساد ته د زمينې برابرېدو يو لامل وګڼله.

نوموړي له تېرو شپږو مياشتو د بلخ د سرپرست والي کم شتون د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې له امله يې د خپلو مشکلاتو د حل په موخه دولتي ادارو ته د خلکو پر  راتګ منفي اغېز کوي.

login or register a new account.