مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه، ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا غړي او د سياسي چارو کارپوهان له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د سرپرست والي خورا کم شتون د ښې حکومتدارۍ پر وړاندې ستونزه بولي.
د اوسني حکومت له پيله د بلخ ولايت مقام تر څنګ ځينې دولتي ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي؛ خو له تېرو شپږ مياشتو د دغه ولايت سرپرست والي عطامحمد نور په بلخ کې د دولتي چارو پر ځای په کابل کې د جمعيت ګوند د اجراييه رييس په توګه ډېر بوخت پاتې شوی دی.
نور په دغه موده کې د جمعيت ګوند په استازيتوب له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې اترې روانې کړې دي چې لا يې هم بشپړې پايلې اعلان شوې نه دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وايي، د اوسني حکومت مسوولينو چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال کومې ژمنې له خلکو سره کړې وې، يوه يې هم عملي کړې نه ده.
هغه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په ټول هېواد کې د سرپرستۍ موضوع د اندېښنې وړ وبلله.
د ولايتي شورا رييس له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور د کم شتون په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((يقينًا د سرپرستۍ لړۍ په خپله په دولتي چارواکو کې له چارو سره بې علاقه توب څرګندوي، ځکه چې د دغو شخصيتونو سرنوشت لا معلوم نه دی، ځينې سرپرستي د خپل ځان لپاره کسر شان بولي؛ نو که دا لړۍ روانه وي، د خلکو او دولت تر منځ د باور کمېدو لامل ګرځي.))
د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع هم د سرپرستۍ موضوع د ټول هېواد په څېر په بلخ کې هم د اندېښنې وړ وبلله.
نوموړي له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د بلخ د سرپرست والي د کم شتون په اړه وويل: (( طبيعي ده، چې کله د يوې ادارې لومړی کس نه وي؛ نو معاون او د ادارې نور کسان په سمه توګه چارې نه شي تر سره کولی.))
هغه وايي، له همدې امله هره ورځ خلک ولايتي شورا ته په شکايت راځي چې کارونه يې د والي او يا هم کوم بل سرپرست دولتي مقام لخوا وروسته پاتې دي.
شجاع ټينګار وکړ چې په دغه ډول ښه حکومتداري نه شي رامنځ ته کېدای .
د سياسي چارو کارپوه شکور نجفي زاده په ټوله کې سرپرستي د بيروکراسۍ او اداري فساد ته د زمينې برابرېدو يو لامل وګڼله.
نوموړي له تېرو شپږو مياشتو د بلخ د سرپرست والي کم شتون د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه چې له امله يې د خپلو مشکلاتو د حل په موخه دولتي ادارو ته د خلکو پر راتګ منفي اغېز کوي.
د سياسي چارو کارپوه او د اريا خصوصي پوهنتون استاد جمشيد فردي په دې اړه پژواک ته وويل: ((کله چې د يو ولايت لومړی کس په هماغه ولايت کې نه وي؛ نو د ښې حکومتدارۍ نظام له ستونزو سره مخ کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې دولت بايد د ورته چارو په برخه کې د جدي بدلون لپاره پلان ولري او عملي يې کړي.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد دا ومنله چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور په خپله دنده کې کم ليدل شوی دی.
نوموړي يې لامل په کابل کې د نور په استازيتوب د جمعيت ګوند او ارګ تر منځ روانې خبرې اترې وبللې.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې په دغه موده کې هېڅ دولتي چاره په بلخ ولايت کې نه ځنډېدلې او نه هم له ترسره کېدو پاتې شوې ده.
په بلخ ولايت کې د ولايت مقام تر څنګ د والي معاونيت، مستوفيت او ښاروالي هم د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










