Language

فدايي : په لوګر کې  نږدې دوه زره کسانو، زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې

پل علم (پژواک،٧سلواغه٩٥): د لوګر والي وايي، نږدې دوه زره کسانو په دې ولايت کې يوولس نيم زره جريبه ځمکه غصب کړې، چې له امله يې ولايتي اداره له ستونزو سره مخامخ ده.

د لوګر والي محمد حليم فدايي، دغه څرګندونې د سلواغې په ٧مه په مرکز پل علم کې د ملي شورا او ولايتي شورا له غړو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ده وويل، په تېرو ١٥کلونو کې په لوګر ١٨٩٨ کسانو ١١٥٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د ده په وينا، دغه ځمکې په مرکز پل علم، بره کي برک، خوښۍ او محمد اغې ولسوالۍ کې د زورواکو او عامو خلکو له لوري غصب شوې دي.

فدايي وايي: ((په دې کې داسې کسان شته چې يوه بسوه يې غصب کړې، خو ځينې بيا داسې کسان دي چې درې زره جريبه يې هم غصب کړې ده.))

والي ادعا وکړه چې په دې ولايت کې تر ټولو لوى د ځمکو غصب کوونکي حاجي دولت او حاجي دوران دي.

خو نوموړي د يادو کسانو په اړه نور جزئيات ور نه کړل.

هڅه مو وکړه چې د يادو کسانو نظر هم واخلو، خو دا مهال په افغانستان کې نشته دي.

د فدايي په خبره، د ځمکو غصب په دې ولايت کې د حکومتولۍ او بيارغونې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

دى زياتوي: ((موږ چې کله د کومې پروژې د پلي کولو لپاره لاړ شو، نو بيا په ځمکه يې يو کس دعوه کوي چې له امله يې ډېرې پروژې له يو کال څخه بل کال ته پاتې کېږي.))

والي وويل، د غاصبينو او اداري فساد کوونکو پر وړاندې يې جدي مباره پيل کړې او دغه چاره به ادامه ولري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې ٣٣٢٦ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ٩٢ تنه يې د دې ځمکو په تور نيولي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.