منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فدايي : په لوګر کې نږدې دوه زره کسانو، زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

پل علم (پژواک،٧سلواغه٩٥): د لوګر والي وايي، نږدې دوه زره کسانو په دې ولايت کې يوولس نيم زره جريبه ځمکه غصب کړې، چې له امله يې ولايتي اداره له ستونزو سره مخامخ ده.

د لوګر والي محمد حليم فدايي، دغه څرګندونې د سلواغې په ٧مه په مرکز پل علم کې د ملي شورا او ولايتي شورا له غړو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ده وويل، په تېرو ١٥کلونو کې په لوګر ١٨٩٨ کسانو ١١٥٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د ده په وينا، دغه ځمکې په مرکز پل علم، بره کي برک، خوښۍ او محمد اغې ولسوالۍ کې د زورواکو او عامو خلکو له لوري غصب شوې دي.

فدايي وايي: ((په دې کې داسې کسان شته چې يوه بسوه يې غصب کړې، خو ځينې بيا داسې کسان دي چې درې زره جريبه يې هم غصب کړې ده.))

والي ادعا وکړه چې په دې ولايت کې تر ټولو لوى د ځمکو غصب کوونکي حاجي دولت او حاجي دوران دي.

خو نوموړي د يادو کسانو په اړه نور جزئيات ور نه کړل.

هڅه مو وکړه چې د يادو کسانو نظر هم واخلو، خو دا مهال په افغانستان کې نشته دي.

د فدايي په خبره، د ځمکو غصب په دې ولايت کې د حکومتولۍ او بيارغونې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

دى زياتوي: ((موږ چې کله د کومې پروژې د پلي کولو لپاره لاړ شو، نو بيا په ځمکه يې يو کس دعوه کوي چې له امله يې ډېرې پروژې له يو کال څخه بل کال ته پاتې کېږي.))

والي وويل، د غاصبينو او اداري فساد کوونکو پر وړاندې يې جدي مباره پيل کړې او دغه چاره به ادامه ولري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې ٣٣٢٦ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ٩٢ تنه يې د دې ځمکو په تور نيولي دي.

هغه وايي: ((غاصب، فاسد او طالب ټول يو شيان دي، ټول سيمه ييزې ادارې ته مشکلات جوړوي.))

په دې ناسته کې د مشرانو جرګې غړي محمداصف صديقي هم وويل چې په دې ولايت کې د نامسووله وسله والو او زورواکو له خوا ډېرې ځمکې غصب شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د غاصبينو او اداري فساد پر وړاندې په مبارزې کې موږ د والي صاحب له دريځ څخه کلک ملاتړ کوو.))

صديقي د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې د دې ځمکو په غصب کې د لوګر ځينې پخواني دولتي چارواکي هم لاس لري.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا رييس محمد ناصر غيرت وويل، په دې ولايت کې د ځمکو د غصب له امله ډېرى وخت قومي شخړې رامنځته کېږي.

د ده په خبره، ولايتي شورا او  ولس د ځمکو د غصب په مخنيوي کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.

نوموړي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په يادو برخو کې د لوګر له سيمه ييزو چارواکو څخه ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د نيازيو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو خلکو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر د شخړې له امله دوه تنه و وژل شول او يو بل کس ټپي شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست