مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه، ۹۵) : د بلخ امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت د ولايتي شورا ځينې وکيلان په خپلو کورونو کې مجرمان ساتي چې امنيتي چارې يې له ګواښ سره مخ کړي.
خو د ولايتي شورا رييس د امنيه قومندان ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې، پوليس يې په فساد کې ښکېل وګڼل او له خلکو د رشوت اخيستو او ځورولو تور يې پرې ولګاوه.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د سلواغې په ۹مه، د مدني ټولنو له ځينو غړو سره د ناستې په څنډه کې د نوي کال د امنيتي تدابيرو د نيولو د چارو د پيلېدو خبر ورکړ.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ځينې اړخونه يې د امنيت په تړاو د رييس جمهور امر پلی کېدو ته نه پرېږدي.
هغه وويل چې ډېری وخت يې پوليس د تورنو کسانو د نيولو پر مهال ګواښل کېږي.
سادات د دغه ډول اړخونو نومونه په ډاګه نه کړل؛ خو د بېلګې په توګه يې وويل: ((کله چې زموږ پوليس د کوم غله د نيولو لپاره ورځي، د دې پر ځای چې د پوليس ملاتړ وشي، د غله ملاتړ کېږي او زموږ کارمند ګواښل کېږي.))
نوموړي د دغه ډول چارو پر وړاندې ځان د لوړو پوړو چارواکو د نه ملاتړ له امله بې وسه وګاڼه.
د بلخ امنيه قوماندان همداراز د بلخ ولايتي شورا وکيلان په خپلو کورونو کې د مجرمانو په ساتلوتورن کړل.
نوموړي زياته کړه، ولايتي شورا مسووليت لري چې له پوليسو سره د امنيت ساتنې په برخه کې همکار وي؛ خو وايي چې وکيلان داسې نه کوي.
د هغه په وينا، وکيلان د امنيه قومانداني په تشکيلاتو کې لاسوهنه کوي، د مجرمانو د خلاصېدو لپاره پر دوی فشار راوړي؛ خو وايي، ورته ويلي يې دي چې هېڅکله به يې دغه ډول غوښتنې ونه مني.
سادات همداراز وويل چې ځينې وکيلان له ځانه سره تر لسو د ساتونکو په نامه وسله وال ګرځوي چې د مزارشريف ښار امنيت ته ګواښ دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP