مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه، ۹۵) : د بلخ امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت د ولايتي شورا ځينې وکيلان په خپلو کورونو کې مجرمان ساتي چې امنيتي چارې يې له ګواښ سره مخ کړي.
خو د ولايتي شورا رييس د امنيه قومندان ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې، پوليس يې په فساد کې ښکېل وګڼل او له خلکو د رشوت اخيستو او ځورولو تور يې پرې ولګاوه.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د سلواغې په ۹مه، د مدني ټولنو له ځينو غړو سره د ناستې په څنډه کې د نوي کال د امنيتي تدابيرو د نيولو د چارو د پيلېدو خبر ورکړ.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې ځينې اړخونه يې د امنيت په تړاو د رييس جمهور امر پلی کېدو ته نه پرېږدي.
هغه وويل چې ډېری وخت يې پوليس د تورنو کسانو د نيولو پر مهال ګواښل کېږي.
سادات د دغه ډول اړخونو نومونه په ډاګه نه کړل؛ خو د بېلګې په توګه يې وويل: ((کله چې زموږ پوليس د کوم غله د نيولو لپاره ورځي، د دې پر ځای چې د پوليس ملاتړ وشي، د غله ملاتړ کېږي او زموږ کارمند ګواښل کېږي.))
نوموړي د دغه ډول چارو پر وړاندې ځان د لوړو پوړو چارواکو د نه ملاتړ له امله بې وسه وګاڼه.
د بلخ امنيه قوماندان همداراز د بلخ ولايتي شورا وکيلان په خپلو کورونو کې د مجرمانو په ساتلوتورن کړل.
نوموړي زياته کړه، ولايتي شورا مسووليت لري چې له پوليسو سره د امنيت ساتنې په برخه کې همکار وي؛ خو وايي چې وکيلان داسې نه کوي.
د هغه په وينا، وکيلان د امنيه قومانداني په تشکيلاتو کې لاسوهنه کوي، د مجرمانو د خلاصېدو لپاره پر دوی فشار راوړي؛ خو وايي، ورته ويلي يې دي چې هېڅکله به يې دغه ډول غوښتنې ونه مني.
سادات همداراز وويل چې ځينې وکيلان له ځانه سره تر لسو د ساتونکو په نامه وسله وال ګرځوي چې د مزارشريف ښار امنيت ته ګواښ دی.
خو د ولايتي شورا مسوولينو د امنيه قوماندان ټولې څرګندونې بې بنسټه وبللې او هغه يې بې کفايته امنيتي مسوول وګاڼه.
د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک ته وويل: ((امنيه قوماندان غواړي په دغه ډول څرګندونو خپلې نيمګړتياوې پټې کړي.))
نوموړي زياته کړه چې پوليس په خپله د خلکو په ځورولو او ترې په رشوت اخيستو کې لوی لاس لري.
نوموړي زياته کړه چې ډېری وخت پوليس په ناحقه ډول د پيسو تر لاسه کېدو په خاطر خلک بنديانوي.
هغه وايي چې دوی د خلکو استازي دي ، په همداسې حالاتو کې ورسره خلک اړيکه نيسي او د مرستې غوښتنه ترې کوي.
د ولايتي شورا رييس حديد په دې هکله چې ځينې وکيلان په خپلو کورونو کې مجرمان ساتي، وويل چې امنيه قوماندان د خپل مسووليت په ادا کولو کې پاتې راغلی، نو ځکه دغه ډول خبرې کوي.
نوموړي امنيه قوماندان بې کفايته وباله او زياته يې کړه، چې هېڅوک داسې اسناد نه شي پيدا کولي چې د ولايتي شورا کوم وکيل دې په خپل کور کې مجرم ساتلی وي.
په دې وروستيو کې د ولايتي شورا او امنيه قومانداني تر منځ په امنيتي مسايلو ځينې وخت کړکېچ راپورته کېږي.
دوی ډېری وخت له همدې امله په رسنيزو تاوېلو ماوېلو کې بوخت وي.
د يادونې ده چې تېره مياشت د بلخ امنيه قوماندان پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې ادعا کړې وه چې د ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ولايتي شورا يو شمېر وکيلان له ځان سره ناقانونه وسله وال ګرځوي او په دغه ولايت کې يې امنيتي ستونزې جوړې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










