کابل(پژواک،١١سلواغه٩٥): د سيګار مشر وايي چې په تېرو څو مياشتو کې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې اداره او هېواد يې ددې هڅو ستاينه کوي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د سلواغې په ١١مه د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله نن د امريکا د ځانګړې پلټونکې ادارې له مشر جان ساپکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کي له فساد سره پر مبارزه، د افغان حکومت پر اقداماتو او د پوځي او ملکي ادارو په کچه د اصلاحاتو پر پروسه خبري وشوې.
په دې ليدنه کې جان ساپکو وویل، چې اداره یې او په ټوله کې د امریکا دولت له فساد سر په مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کوي او د تېرو څو میاشتو قاطع فعالیتونه یې د راتلونکي پر لور اساسي ګامونه ګڼي.
نوموړي زیاته کړه چي د ملکي او پوځي ادارو په کچه د اصلاحاتو په موخه اداري تغیرات د سالمي رهبرۍ د راتګ لپاره اساسي ارزښت لري او له فساد سره د مبارزې راتلونکي ته یې خوشبیني زیاته کړې ده.
دغه راز عبدالله وويل چې افغان حکومت په کلک هوډ د فساد پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي او له ولس سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه چې په پوځي او ملکي ادارو کې اصلاحات د حکومت له لومړیتوبونو او د اصلاحاتو د جامع لړۍ یوه برخه ده چې په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.
هغه یادونه وکړه چې عدلي او قضايي ارګانونه له فساد سره په مبارزه کې په خپلواکه توګه فعالیت کوي او ډېر تمرکز یې د فساد د لویو دوسیو څېړل دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن