Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو بدخشان کې يوه ښځه وژلې ده

فيض اباد (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): ځايي چارواکي وايي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې يوه ښځه د بداخلاقۍ په تور د هغې د پلار په کور کې پر ډزو وژلې ده.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي چې د دې ښځې د خاوند کور د همدې ولسوالۍ په سرخېل سيمه کې دى، خو تېره شپه د يمګان  اړوند د "غرمي" سيمې ته د خپل پلار کور ته تللې وه.

د ده په وينا، وسله وال طالبان تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دې ښځې د پلار کور ته ورغلي او دغه ښځه يې د بداخلاقۍ په تور د پلار د کور په انګړ کې پر ډزو وژلې ده.

په بدخشان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشرې عارفې نويد هم د يادې ښځې وژل کېدل تاييد کړل او دغه کار يې صحرايي محاکمه وباله او په سختو ټکو يې وغانده.

د هغې په وينا، د دولت وسله والو مخالفينو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې پرته له يادې ښځې شپږ نورې ښځې هم د دې ولايت په يمګان، وردوج او شهدا ولسواليو کې د بداخلاقۍ په تور وژلې دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.