مزار شريف (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): د بلخ ولايت د کشندې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي له خپلې ښځې دواړه غوږونه پرې کړي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي له خپلې ٢١ کلنې مېرمنې زرينې څخه دواړه غوږونه پرې کړي او په خپله تښتېدلى دى.
درانى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه تورن کس نه دى نيول شوى.
د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته نن سهار وخته ياده مېرمن راوړل شوې ده.
د نوموړي په وينا، له يادې مېرمنې دواړه غوږونه پرې شوي او دې پېښې ورته رواني ستونزه هم پيدا کړې ده.
خو ډاکټر فيض د زرينې روغتيايي حالت ډاډ وړ وباله.
زرينې چې په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې وه پژواک اژانس ته وويل چې خاوند يې په نيمه شپه راپاڅېد او له دې يې دواړه غوږونه پرې کړل.
هغې په دې اړه له نورو جزيياتو ورکولو پرته وويل : (( ما هېڅ کومه ګناه يا تېروتنه نه وه کړې، نه پوهېږم چې خاوند مې ولې دا کار کړى.))
د يو بل خبر له مخې ، ددې ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يوه ځوان خپل کاکا د ځمکې د ملکيت پر سر وژلى دى.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته د يادې و لسوالۍ د علم خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې قاتل نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
login or register a new account.