منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې يوه سړي له خپلې ښځې دواړه غوږونه پرې کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

مزار شريف (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): د بلخ ولايت د کشندې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي له خپلې ښځې دواړه غوږونه پرې کړي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي له خپلې ٢١ کلنې مېرمنې زرينې څخه دواړه غوږونه پرې کړي او په خپله تښتېدلى دى.

درانى وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه تورن کس نه دى نيول شوى.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل  چې دوى ته نن سهار وخته ياده مېرمن  راوړل شوې ده.

د نوموړي په وينا، له يادې مېرمنې دواړه غوږونه پرې شوي او دې پېښې ورته رواني ستونزه هم پيدا کړې ده.

خو ډاکټر فيض د زرينې روغتيايي حالت ډاډ وړ وباله.

زرينې چې په ملکي روغتون کې تر درملنې  لاندې وه پژواک اژانس ته وويل  چې خاوند يې په نيمه شپه راپاڅېد او له دې يې دواړه غوږونه پرې کړل.

هغې په دې اړه له نورو جزيياتو ورکولو پرته وويل : (( ما هېڅ کومه ګناه يا تېروتنه نه وه کړې، نه پوهېږم چې خاوند مې ولې دا کار کړى.))

د يو بل خبر له مخې ، ددې ولايت په بلخ ولسوالۍ کې يوه ځوان خپل کاکا د ځمکې د ملکيت  پر سر وژلى دى.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته د يادې و لسوالۍ د علم خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې قاتل نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.

د يادونې ده چې د بلخ د استېناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې مسوولې مېرمن فوزيې حميدې تېره مياشت ويلي و چې د تېر کال په پرتله د ښځو د وهلو ټکولو، جنسي تېريو او ناموسي وژنو په برخه کې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

نوموړې زياته کړې وه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دغه سلنه يوازې تر کليو پورې نه بلکې د مزارشريف ښار تر دولتي او غير دولتي دفترونو او پوهنتونو پورې هم رسېدلې ده.

هغې ويلي و چې ډېری وخت دوی د وسله والو زورواکو لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د څېړلو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه