مزارشريف (پژواک، ۱۴ سلواغه، ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا تور لګوي چې د ملي يووالي حکومت له منځته راتلو سره سم د بلخ ولايت مقام، د دغه ولايت کلنی پراختيايي او بوديجوي پلان په خپله خوښه جوړوي او د دوی له مشورې پرته يې کابل ته د منظورۍ لپاره استوي.
د بلخ د ولايتي شورا غړي هاشم عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت مقام د ولايتي شورا غړيو سره له مشورې پرته د دغه ولايت کلني پراختيايي او بودجوي پلانونه جوړ کړي او کابل ته يې د منظورۍ لپاره استولي دي.
نوموړي زياته کړه، د ولايتي شورا غړو له مشورو پرته د عوايدو او کلني پلانونو جوړول او کابل ته يې استول، ناقص او غيرقانوني کړنه ده، چې په هيڅ ډول توجيه کېدلی نه شي.
عظيمي وويل، وکيلان مکلف دي چې د ولايت په کچه د بوديجوي او پراختيايي پلانونو د جوړېدو په تړاو خپل نظريات شريک کړي او د خلکو د غوښتنو او اړتياوو سره سم هماغو سيمو ته بوديجې ځانګړې کړي.
په دغه حال کې د بلخ د مدني ټولنو يو شمېر غړي هم د ولايت مقام دغه کړنه غندي او وايي چې دا ډول په خپل سر کړنې د قانون او د عامه خلکو د حقوقو پر وړاندې زياتی دی.
د بلخ مدنې فعالې رضيه ميرزايي پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت مقام دا ډول کړنې نه يوازې د قانون پر خلاف بلل کيږي،بلکې د خلکو د عامه ګټو پر وړاندې زياتی دی.
نوموړې زياته کړه چې په قانون کې ټول صلاحيتونه په ګوته شوي؛ خو بياهم په هېواد کې هرڅوک په خپله ګټه کار کوي.
خو بل پلو د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د بلخ د پراختيايي او بوديجوي پلان په تړاو په هره جوړې شوې ناسته کې د ولايتي شورا وکيلانو ته بلنه ورکړل شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ کلنی بوديجوي پلان د بلخ د ولايتي شورا د غړيو په ګډون د ځانګړې کمېټې له خوا نهايي کيږي او تر هغو چې د يادې کمېټې د تاييد رايې نه وي اخيستې، د اعتبار وړ نه دی.
د بلخ د سرپرست والي وياند وويل چې په ځينو مواردو کې د بلخ د ولايتي شورا وکيلان خپله هم نه غواړي چې په ورته غونډو کې ګډون وکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.