ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نورستان کې واورو يو کلى لاندې کړى چې لسګونه کسان په کې مړه دي

په نورستان کې واورو يو کلى لاندې کړى چې لسګونه کسان په کې مړه دي

author avatar
5 Feb 2017 - 18:53
په نورستان کې واورو يو کلى لاندې کړى چې لسګونه کسان په کې مړه دي
author avatar
5 Feb 2017 - 18:53

جلال اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي، په برګمټال ولسوالۍ کې يو کلى تر واورو لاندې شوى، چې اويا کورونه يې لاندې کړې او تراوسه پورې ترې ٤٦ مړي او ١٢ ټپيان راوېستل شوي دي.

والي حافظ عبدالقيوم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د برګمټال د حفصې ټول کلي نږدې ٧٠ کورونه تر واورو لاندې شوي دي.

ده زياته کړه، له دې کورونو څخه تراوسه پورې ٤٦ جسدونه او ١٢ ټپيان راوېستل شوي دي، خو د ژغورنې عمليات دوام لري.

د نورستاني پخواني والي جمال الدين بدر بيا په خپلې فېسبوک پاڼه کې کښلي، چې په دې پېښه کې ٥١ تنو ژوند لاسه ورکړى او ١١ نور ژوبل دي چې زياتره يې ماشومان، مېرمنې او سپين ږيري دي.

دى زياتوي، د عبدالواسع په نوم د حفصې کلي يوه اوسېدونکي ورسره په ټېلفوني اړيکه کې ويلي، د زياتو ټپيانو حالت نازک دى او خلک لومړنيو مرستو ته سترګې په لاره دي.

د هغه په وينا، د حفصې د کلي ټولې نښلوونکې لارې بندې شوې دي او دولت بايد د دې سيمې خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د نورستان د ولايتي شورا مشر سعدالله پاينده زوى له مرکزي حکومته غوښتي چې په ياد کلي کې ژغورنې عمليات چټک کړي او که شونې وي، هوايي مرسته دې وکړي.

د ولايتي شورا غړي خليل الله غيور، پژواک ته وويل چې له حفصې سيمې څخه وړاندې ١٦ نور کلي هم موقعيت لري چې تر ٢ مترو پورې واورې پرې شوې، خو ورسره د ټېليفوني اړيکو د نه ټينګېدو له امله يې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

له بلې خوا د نورستان والي حافظ قيوم وايي، د منډول ولسوالۍ په سکندو کلي کې د واورې ښويېدنې له امله څلورو تنو او د برګمټال په پيشاورک کلي کې يو تن ژوند له لاسه ورکړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.