Language

د هلمند خبريالان : يو شمېر امنيتي ارګانونو  ګواښلي يو

لښکرګاه(پژواک،۱٨سلواغه ۹۵):د هلمند خبريالان وايي چې د ولايت په امر يو شمېر امنيتي ارګانونو ته غوښتل شوي او هلته بيا ګواښل شوي هم دي.

د هلمند يو شمېر خبريالانو دغه څرګندونې د سلواغې په ١٨مه د دې ولايت له والي حيات الله حيات سره په ګډه ناسته کې وکړې.

په دې غونډه کې د هلمند د خبريالانو ټولنې مشر زين الله ستانکزي وويل چې په وروستيو درېيو مياشتو کې د بېلابېلو رسنيو چارواکي او خبريالان د امنيتي ارګانونو له لوري جلب شوي او هلته بيا ګواښل شوي هم دي.

ده وويل: (( ډيرى خبريالان امنيتي ارګانونو ته د فيسبوک په پوسټونو، کمنټونو او يا هم عادي خبرونو چې د ولايت غبرګون يې پارولى وي غوښتل کيږي.))

په دې غونډه کې د شمشاد تلوېزيون خبريال سردار محمد سروري وويل، که راتلونکي کې دغه ډول د قانون خلاف کړنې حکومت ترسره کړي، خبريالان به يې د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

ده زياته کړه: (( که موږ څه په فيسبوک کې خپروو او يا هم راپور پرې جوړو هدف زموږ خلکو ته کار کول دي، ترڅو له فساد او نا امنۍ څخه مخنيوى وشي.))

دغه راز د ازادۍ راډيو خبريال محمد الياس داعي وويل چې امنيتي چارواکي بايد په دې سختو شرايطو کې خبريالانو ته د ستونزو پرځاى اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وويل چې د امنيتي ارګانونو له لوري د خبريالانو جلبول او يا هم ګواښل، د خبريالۍ پر چارو بدې اغېزې کوي.

يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس فريد فرهنګ پژواک ته وويل چې که حکومت هر ډول ستونزه له خبريالانو سره پيدا کوي، د امنيتي ارګانونو پرځاى بايد د رسنيو د سرغړونو کمېسيون ته معرفي شي.

هغه وايي: (( د خبريالۍ د ستونزو حل د امنيتي ارګانونو کار نه دى، دا د تخطيو د کمېسيون دنده ده چې بايد حل يې کړي.))

 د يادې غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې يو شمېر خبريالانو له اصولو سرغړونه کړې ځکه يې پر وړاندې غبرګون ښودل شوى دى.

login or register a new account.

Related Topics