لښکرګاه(پژواک،۱٨سلواغه ۹۵):د هلمند خبريالان وايي چې د ولايت په امر يو شمېر امنيتي ارګانونو ته غوښتل شوي او هلته بيا ګواښل شوي هم دي.
د هلمند يو شمېر خبريالانو دغه څرګندونې د سلواغې په ١٨مه د دې ولايت له والي حيات الله حيات سره په ګډه ناسته کې وکړې.
په دې غونډه کې د هلمند د خبريالانو ټولنې مشر زين الله ستانکزي وويل چې په وروستيو درېيو مياشتو کې د بېلابېلو رسنيو چارواکي او خبريالان د امنيتي ارګانونو له لوري جلب شوي او هلته بيا ګواښل شوي هم دي.
ده وويل: (( ډيرى خبريالان امنيتي ارګانونو ته د فيسبوک په پوسټونو، کمنټونو او يا هم عادي خبرونو چې د ولايت غبرګون يې پارولى وي غوښتل کيږي.))
په دې غونډه کې د شمشاد تلوېزيون خبريال سردار محمد سروري وويل، که راتلونکي کې دغه ډول د قانون خلاف کړنې حکومت ترسره کړي، خبريالان به يې د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
ده زياته کړه: (( که موږ څه په فيسبوک کې خپروو او يا هم راپور پرې جوړو هدف زموږ خلکو ته کار کول دي، ترڅو له فساد او نا امنۍ څخه مخنيوى وشي.))
دغه راز د ازادۍ راډيو خبريال محمد الياس داعي وويل چې امنيتي چارواکي بايد په دې سختو شرايطو کې خبريالانو ته د ستونزو پرځاى اسانتياوې برابرې کړي.
هغه وويل چې د امنيتي ارګانونو له لوري د خبريالانو جلبول او يا هم ګواښل، د خبريالۍ پر چارو بدې اغېزې کوي.
يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس فريد فرهنګ پژواک ته وويل چې که حکومت هر ډول ستونزه له خبريالانو سره پيدا کوي، د امنيتي ارګانونو پرځاى بايد د رسنيو د سرغړونو کمېسيون ته معرفي شي.
هغه وايي: (( د خبريالۍ د ستونزو حل د امنيتي ارګانونو کار نه دى، دا د تخطيو د کمېسيون دنده ده چې بايد حل يې کړي.))
د يادې غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې يو شمېر خبريالانو له اصولو سرغړونه کړې ځکه يې پر وړاندې غبرګون ښودل شوى دى.
حيات وايي: (( يو شمېر خبريالان په خپلو فيسبوک پاڼو کې له اصولو سرغړونه کوي اشخاص او افرادو ته توهين کوي نو له دې امله يې پر وړاندې غبرګون ښودل شوى دى.))
که څه هم والي ونه ويل چې تر دې وروسته به دغه چاره نه تکراريږي خو زياته يې کړه چې د خبريالانو او دولتي مسوولينو موخه يوه ده، بايد يوځاى کار وکړي.
دیادولو ده چې په تېرو دوه اوونيو کې درې خبریالان ملي امنیت ته غوښتل شوي او هلته د ځينو چارو د نه ترسره کولو ژمنې ترې اخيستل شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










