Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هېواد کې د واورې ډېر ورښت له امله د قربانيانو شمېر ١١٩ کسانو ته ورسېد

کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩٥): په هېواد کې د واورې ډېر ورښت له امله، د ١١٩ کسانو د وژل کېدو او لسګونه نورو د ټپي کېدو پايله کې مسوولو چارواکو د عمده لارو له پرانيستل کېدو او له قربانيانو سره د مرستې لړۍ له ګړنديتوب خبر ورکوي.

 پېښو ته د رسدنې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، نن له څو نورو مسوولو چارواکو سره په خبري ناسته کې په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو د قربانيانو د وروستي راپور په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل، په تېرو ٧٢ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو واورو او بارانونو له امله ١١٩ کسان مړه شوي او شاوخوا ٨٩ نور ټپيان دي.

برمک دغه راز په دې ناسته کې د ٤٠٠ څارويو له منځه تلو هم خبر ورکړ او زياته يې کړه، پر دې سربېره ١٩٠ کورونه ويجاړ او ٢٣ نورو کورونو ته زيان اوښتى دى.

نوموړي څرګنده کړه، چې وروستۍ واورې د تېرو څو کلونو په پرتله بې سارې وې، چې د هېواد په ځينو سيمو کې د واورې اندازه له ٨٠ سانتي متره تر درېيو مترو رسېدلې ده.

ويس برمک وويل، دولتي بنسټونو له اړو او زيان ليدونکو کورنيو سره د مرستو رسولو ترڅنګ د نښلوونکو لارو د پاکولو لړۍ هم پيل کړې او ټاکل شوې دغه کار څو ورځې نورې هم ونيسي.

د فوايد عامې سرپرست وزير محمود بليغ هم وويل: "موږ له پخوا بشپړ چمتووالى درلود، چې له نېکه مرغه له واورې ورېدو وروسته له ٨٠ زيات کسان د حاجي ګک په کوتل کې، له ١٥٠ زيات کسان د ياد ولايت په درازقل کوتل کې او له دېرشو زيات کسان د سرپل ولايت په خم کوتل کې وژغورل شول. دغه راز له ٥٠٠ نور زيات کسان چې د زابل او مقر ترمنځ ګير شوي و، له ١٢ ساعتونو سختو هلو ځلو وروسته امن ځايونو ته ولېږدول شول."

هغه زياته کړه، له پرون راهيسې د سالنګ، کابل-کندهار، کابل-جلال اباد، ګردېز-خوست او کابل-باميانو لارې له واورې پاکې شوې، چې اوسمهال موټر پرې تګ راتګ کولى شي.

د بليغ په وينا، په روان کال کې له ٧٢٠٠ کيلومټره زيات سړکونه د واورې پاکولو په پروګرام کې شامل شوي، چې له پنځه زره کيلومټره زيات يې د فوايد عامې وزارت د کار ځواک له لوري، ١٤٠٠ کيلومټره يې د سيمه ييزو شوراګانو او پاتې نور د قراردادي شرکتونو له لوري پاک شي، چې تر اوسه پورې يې يوه برخه پاکه شوې ده.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز هم وويل، د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په ٢٤ ولايتونو کې ١٠٧ ولسوالۍ د طبيعي پېښو تر خطر لاندې دي، چې ياد وزارت دغو سيمو ته اړين درمل او امکانات لېږدولي دي.

د هغه په وينا، يو سمبال روغتيايي ټيم د چورلکو په مرسته د نورستان او بدخشان ولايتونو له قربانيانو سره د مرستې په موخه لېږل شوى او ټاکل شوې، څو هغه ټپيان چې په دې ولايتونو کې يې د درملنې امکان نه وي، کابل او يا هم ګاونډيو ولايتونو ته ولېږدوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.