مهترلام (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې اووه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د الينګار ولسوالۍ اړوند د ميدانيو په سيمه کې نن سهار د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ددې نښتې پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان د راتوغول شوو مرميو د لګېدو له امله دوه مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي او د دې تر څنګ څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، د لغمان والي د عامې روغتيا روغتون مسوولينو ته جدي لارښوونه کړې، څو ژر تر ژره د ټپيانو په بېړنۍ درملنه کې لاس په کار شي.
د والي وياند وايي، د دې تر څنګ والي ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې چې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په لغمان کې ملکي وګړو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله اوښتې چې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر نن په خپل کلني راپور کې وويل چې تېرکال په افغانستان کې څه دپاسه ١١ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP