پل علم(پژواک،١٨سلواغه ۹۵): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي ادعا کوي چې ولسوال له کوم دليل پرته د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ درولې ده.
خو ولسوال بيا وايي چې د ولايت مقام تر اوسه ورته د يادو نمرو د ويش امر نه دى کړى.
د محمد اغې ولسوالۍ د مرکزې لېسې استاد نور احمد د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې د ښوونکو ښارګوټى افتتاح شوى، خو تر اوسه په کې استادانو ته نومرې نه دي ورکړل شوي.
هغه وويل: (( ولايتي چارواکي راغلل، دا ښارګوټى يې افتتاح کړ او و يې ويل چې سمدلاسه دې استادانو ته ورکړل شي، خو اوس ولسوال په کې ټګي او برګي کوي.))
ده وويل چې ياده موضوع دوى څو ځلې له ولسوال سره شريکه کړې، خو هغه ورته بهانې کوي او د نومرو د وېش لړۍ نه پيلوي.
ده وويل: (( دا زموږ حق دى، که چېرې ولسوال ژر موږ ته مثبت ځواب را نه کړي په لاريون به لاس پورې کړو.))
دغه راز د همدې ولسوالۍ د دهنو لېسې استاد سميع الله هم پژواک ته وويل چې د ښوونکو د ښارګوټي په وېش کې ولسوال ناغېړي کوي.
هغه وويل: (( پس له ډيره وخته ښارګوټى راته منظور شوى، هيڅ قانوني ستونزه نه لري او ولسوال يې بايد ژر راته و وېشي.))
د محمد اغې د مُغل خېلو د نجونو لېسې ښوونکې ليلما وايي : (( استادان د ټولنې تر ټولو غريب او بيچاره قشر دى، بايد ظلم ورسره ونه شي او حق يې ورکړل شي.))
دې هم وويل چې ولسوال د ياد ښارګوټي د وېش د کمېسيون مشر دى، خو په دې برخه کې اجرات نه کوي.
هغې زياته کړه: (( که ولسوال په دې کار سره غواړي، شخصي ګټې وپالي خو هيڅ وخت دا کار نه شي کولى او داستادانو نومرې بل چاته نه شي ورکولى.))
د محمد اغې ولسوالۍ يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې درلود چې ددې نومرو د وېش لړۍ دې هر څه ژر پيل شي، ځکه يوشمېر ښوونکي د سرپناه په برخه کې ستونزې لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP