منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۸ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښوونکي : د محمداغې ولسوال د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو وېش درولى

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

پل علم(پژواک،١٨سلواغه ۹۵): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکي ادعا کوي چې ولسوال له کوم دليل پرته د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ درولې ده.

خو ولسوال بيا وايي چې د ولايت مقام تر اوسه ورته د يادو نمرو د ويش امر نه دى کړى.

د محمد اغې ولسوالۍ د مرکزې لېسې استاد نور احمد د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې د ښوونکو ښارګوټى افتتاح شوى، خو تر اوسه په کې استادانو ته نومرې نه دي ورکړل شوي.

هغه وويل: (( ولايتي چارواکي راغلل، دا ښارګوټى يې افتتاح کړ او و يې ويل چې سمدلاسه دې استادانو ته ورکړل شي، خو اوس ولسوال په کې ټګي او برګي کوي.))

ده وويل چې ياده موضوع دوى څو ځلې له ولسوال سره شريکه کړې، خو هغه ورته بهانې کوي او د نومرو د وېش لړۍ نه پيلوي.

ده وويل: (( دا زموږ حق دى، که چېرې ولسوال ژر موږ ته مثبت ځواب را نه کړي په لاريون به لاس پورې کړو.))

دغه راز د همدې ولسوالۍ د دهنو لېسې استاد سميع الله هم پژواک ته وويل چې د ښوونکو د ښارګوټي په وېش کې ولسوال ناغېړي کوي.

هغه وويل: (( پس له ډيره وخته ښارګوټى راته منظور شوى، هيڅ قانوني ستونزه نه لري او ولسوال يې بايد ژر راته و وېشي.))

د محمد اغې د مُغل خېلو د نجونو لېسې ښوونکې ليلما وايي : (( استادان د ټولنې تر ټولو غريب او بيچاره قشر دى، بايد ظلم ورسره ونه شي او حق يې ورکړل شي.))

دې هم وويل چې ولسوال د ياد ښارګوټي د وېش د کمېسيون مشر دى، خو په دې برخه کې اجرات نه کوي.

هغې زياته کړه: (( که ولسوال په دې کار سره غواړي، شخصي ګټې وپالي خو هيڅ وخت دا کار نه شي کولى او  داستادانو نومرې بل چاته نه شي ورکولى.))

د محمد اغې ولسوالۍ يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې درلود چې ددې نومرو د وېش لړۍ دې هر څه ژر پيل شي، ځکه يوشمېر ښوونکي د سرپناه په برخه کې ستونزې لري.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې د ښوونکو لپاره په محمد اغې ولسوالۍ کې ښارګوټى پرانېستل شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښار ګوټى په شپږ سوه جريبه ځمکه کې جوړيږي چې ٩٨٥ د استوګنې نومرې په کې په پام کې نيول شوې دي.

عرب وایي: (( د ښارګوټي ټولې قانوني چارې خلاصې دي ، د طرزالعمل مطابق ولسوال د وېش د چارو مشري پر غاړه لري او د پنځه کسیز کمېسيون له مخی باید د ولسوالۍ ښوونکو او اداري کارکوونکو ته په کې نومرې ورکړل شي، خو څو اوونۍ تېرې شوې ولې ولسوال کله په یوه او کله په بله بهانه دغه لړۍ درولې او د نومرو  وېش  نه پیلوي.))

د عرب د معلوماتو له مخې، محمداغه ٢٨٠ ښوونکي لري او په ياد ښارګوټي کې هغو ښوونکو ته نومرې ورکول کيږي چې لږ ترلږه يو کال يې دنده ترسره کړې وي.

د هغه په وينا، ټولو ښوونکو خپلې فورمې ډکې کړي چې د وېش له طرزالعمل سره يوځاى ولسوال ته استول شوى دى.

ده زياته کړه: (( نه پوهيږم چې ولې ولسوال د نا معلوم دليل له مخې دغه پروسه ځنډولې ده او موږ يې له ستونزو سره مخ کړي يو.))

 د عرب د معلوماتو له مخې، په محمد اغه کې ٧٠ ښوونيز مرکزونه دي چې ٣٠٩٩١ تنه په کې زده کړې کوي او له دې شمېرې څخه څه د پاسه لس زره يې نجونې دي.

خو د محمد اغې ولسوال نصير احمد امين بيا پژواک ته وويل چې د ولايت مقام تر اوسه ورته د ښوونکو د نومرو د وېش امر نه دى کړى.

هغه زياته کړه: (( دا سمه ده چې ښوونکو ته ښارګوټى منظور شوى، پرانېسته يې شوې ده خو موږ په خپل سر نه يو، ولايت دې موږ ته امر  وکړو چې توزيع يې شروع کړو.))

ولسوال وايي چې له ښوونکو سره هيڅ ډول ستونزه نه لري او نه هم کومه شخصي غوښتنه لري، يوازې د ولايت امر ته انتظار باسي.

هغه وايي: (( مکتوب مې لېږلى ځواب يې چې راغى له خيره سره وېش به يې پيل کړو.))

خو د پوهنې رياست بيا وايي چې د ولسوال دغه څرګندونې يوازې پلمې دي، بايد ښوونکو ته د ښارګوټي د وېش چارې پيل کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي په وېش کې ځنډ شوى دى.

هغه وايي چې ولسوال بايد وخته دغه پروسه پيل کړې او تر دې وخته يې نه واى ځنډولې.

صالح زياته کړه چې سيمه ييز چارواکي به ډير ژر يادې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي.

د يادونې ده چې دا مهال په لوګر کې ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه شته چې شاخوا ١٣٠ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه