مزارشريف (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۵): په بلخ ولایت کې د یوه کس دویم واده لامل شو چې د هغه لومړۍ مېرمن او اولادونه یې د ځان وژنې هڅه وکړي.
درې ورځې مخکې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يوې مېرمن له پنځم پوړ څخه لومړی خپل دوه واړه ماشومان غورځولي او بيا يې ورپسې ځان اچولی دی.
د دې مېرمنې خاوند په امريکا کې ژوند کوي او هلته يې دويم واده کړی دی.
په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د څارنوالۍ مسوولين وايي، د يادې پېښې ستر لامل پر مېرمن بن راوستل دي.
دغه مېرمن دمګړۍ له خپلو دواړو ماشومانو سره د بلخ په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ياده مېرمن چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د ډېرې ژوبلېدا له امله خبرې نه شي کولای او د روغتون په عاجل واټ کې تر درملنې لاندې ده.
د بلخ د ملکي روغتون امر ډاکټر شفيق الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې مېرمنې له پنځم پوړ څخه لومړی خپل دوه ماشومان (درې او څلور کلن هلکان) غورځولي او بيا يې خپله ځان غورځولی دی.
د هغه په وينا، مېرمن د سختو ټپونو او له خولې د ځګ راوتو له امله له جدي روغتيايي حالت سره مخ ده او له همدې امله خبرې نه شي کولی.
ډاکتر شفيق د ماشومانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ وباله خو د جدي درملنې ډاډ يې هم ورکړ.
د يادې مېرمنې ورور عبدالجليل چې د درملنې په حالت کې ورسره روغتون کې و، پژواک ته وويل، خور يې د عصبي ناروغۍ له امله ځان غورځولی دی.
نوموړي زياته کړه، دوی د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خور يې له خپلو ماشومانو سره په مزارشريف ښار کې ژوند کوي او اوښى يې په امريکا کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ټيکسي چلوي.
د هغه په خبره، خور يې دوه کاله وړاندې هغه مهال چې په کابل کې اوسېده، هم دغسې یو کار کړی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP