مزارشريف (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۵): په بلخ ولایت کې د یوه کس دویم واده لامل شو چې د هغه لومړۍ مېرمن او اولادونه یې د ځان وژنې هڅه وکړي.
درې ورځې مخکې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يوې مېرمن له پنځم پوړ څخه لومړی خپل دوه واړه ماشومان غورځولي او بيا يې ورپسې ځان اچولی دی.
د دې مېرمنې خاوند په امريکا کې ژوند کوي او هلته يې دويم واده کړی دی.
په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د څارنوالۍ مسوولين وايي، د يادې پېښې ستر لامل پر مېرمن بن راوستل دي.
دغه مېرمن دمګړۍ له خپلو دواړو ماشومانو سره د بلخ په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ياده مېرمن چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د ډېرې ژوبلېدا له امله خبرې نه شي کولای او د روغتون په عاجل واټ کې تر درملنې لاندې ده.
د بلخ د ملکي روغتون امر ډاکټر شفيق الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې مېرمنې له پنځم پوړ څخه لومړی خپل دوه ماشومان (درې او څلور کلن هلکان) غورځولي او بيا يې خپله ځان غورځولی دی.
د هغه په وينا، مېرمن د سختو ټپونو او له خولې د ځګ راوتو له امله له جدي روغتيايي حالت سره مخ ده او له همدې امله خبرې نه شي کولی.
ډاکتر شفيق د ماشومانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ وباله خو د جدي درملنې ډاډ يې هم ورکړ.
د يادې مېرمنې ورور عبدالجليل چې د درملنې په حالت کې ورسره روغتون کې و، پژواک ته وويل، خور يې د عصبي ناروغۍ له امله ځان غورځولی دی.
نوموړي زياته کړه، دوی د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خور يې له خپلو ماشومانو سره په مزارشريف ښار کې ژوند کوي او اوښى يې په امريکا کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ټيکسي چلوي.
د هغه په خبره، خور يې دوه کاله وړاندې هغه مهال چې په کابل کې اوسېده، هم دغسې یو کار کړی و.
جليل د خپلې خور ستونزه کورنى تاوتريخوالی ونه ګاڼه.
خو د بلخ ولايت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې څارنوالې مېرمن فوزيې حميدي پژواک ته وويل، د يادې پېښې ستر لامل کورنی تاوتريخوالی دی.
نوموړې زياته کړه، د دوی لومړنيو څېړنو په ډاګه کړې چې پر ياده مېرمن د خاوند له لوري د بن راوستل د ځان او خپلو ماشومانو د وژنې د هڅې ستر لامل دی.
د هغې په وينا، د يادې مېرمن خاوند له تېرو دوولسو کلونو راهيسې په امريکا کې ژوند کوي او اووه کاله کېږي چې هلته يې دويم واده کړی دی.
مېرمن فوزيې وويل، دغې ښځې ورسره درې ځله د ټيلېفوني اړيکو نيولو هڅه کړې ده، خو خاوند يې پرې ټيلېفون بند کړی و.
نوموړې زياته کړه، له همدې امله یې ځان مجبور ګڼلی چې له خپلو ماشومانو سره ځان د مرګ خولې ته ورکړې.
د بلخ ولايت د ښځو چارو مسوولين وايي، په روان کال کې د ښځو په تړاو د تاوتريخوالي د ډېری پېښو ستر لاملونه کورني تاوتريخوالي دي.
د دغه رياست مسوولې مېرمن شهلا حديد پژواک ته وويل، په روان کال کې يې د ښځو د تاوتريخوالي په تړاو ۳۴۵ پېښې ثبت کړې دي.
نوموړې زياته کړه، په يادو پېښو کې ډېری د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې دي.
د هغې په اند، د دولت تر څنګ بايد رسنۍ، مدني ټولنې او قومي مشران د کورني تاوتريخوالي په تړاو د مثبت بدلون راوستو هڅه وکړي.
له تېرې اوونۍ راهيسې په بلخ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي په تړاو دا درېيمه پېښه ده.
د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې يو کس له خپلې مېرمنې غوږونه پرې کړي وو او همداراز په شولګر ولسوالۍ کې شل کلنه مېرمن پر ډزو وژل شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










