تالقان (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٥): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې پر يوې ځوانې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ نصيره نومېږي او ٢٠ کاله عمر لري.
د تيمور د معلوماتو له مخې، پر نصيرې، یوه کس جمشيد او ملګرو يې ډله ييز جنسي تېرى کړى دى.
د اړوندې موضوع په اړه نصيرې پژواک ته وويل: ((له واده مې يوه مياشت تېرېده، خپل ماما ته مې زنګ وواهه، نمبر يو بل چا ته رخ شو، دغه کس جمشيد نومېږي هغه ما سره د مينې خبرې وکړې او زما هم خوښ شو.))
هغې وويل چې څه موده وروسته له جمشيد سره له کوره وتښتېده او د فرخار ولسوالۍ مرکز ته ولاړل.
دې وويل: ((کله چې هلته ورسېدو، جمشيد او دوو ملګرو يې چې د پوليسو جامې یې پر تن وې، څلور شپې يې پر ما ډله ييز جنسي تېرى وکړ.))
خو د تخار د والي وياند وايي چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان څوک دي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
نصيره د فرخار ولسوالۍ د مشتان کلي اوسېدونکي ده.
نصيره چې اوسمهال د تخار په حوزوي روغتون کې بستره ده په اړه يې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس حفيظ الله ساپى وايي چې پر دې نجلې ډله ييز بريد شوى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې موده کې دې نجلې ته نشه يي توکي هم ورکول شوي دي.
د تخار چارواکي وايي چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن