لښکرګاه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): وسله وال طالبان د هلمند د سنګين په بمباريو کې د ملکي تلفاتو ادعا کوي، خو ځايي چارواکي او ناټو دغه ادعا ردوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د سنګين ولسوالۍ د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې تر ٢٠ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د سنګين ولسوالۍ په هغې سيمه کې چې تېره شپه هوايي بريدونه شوي، ملکي وګړي نه اوسېږي.
هغه زياته کړه چې د تېرو جګړو له مله له يادې سيمې څخه ملکي وګړي وتلي او د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ٢١٥ اتل قول اردو وياند ډګمن محمد رسول ځاځي هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې له هغې سيمې ملکي وګړي وتلي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې د تېرې شپې په هوايي بريد کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سنګين ولسوال سليمان شاه هم په يادو عملياتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند ډګر جنرال چارلېس کليو لينډ پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى په سنګين ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو څخه د دفاع او ملاتړ په موخه هوايي بريدونه ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې دوى هم د يادو هوايي بريدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې له ادعاوو خبر شوي او په دې اړه يې جدي څېړنې پيل کړې دي.
نوموړى وايي: ((موږ له خپلو افغان همکارانو سره له نږدې څېړنې پيل کړې او په دې اړه نور معلومات راټولوو.))
د امريکايي ځواکونو وياند وويل چې د يادو عملياتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره بايد د هلمند ولايت مقام او په دغه ولايت کې له ميوند قول اردو سره اړيکې ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن