ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ولایتي شورا رییس : د سنګین عملیاتو کې تر ۲۰ ډیر ملکیان وژل شوي

د هلمند د ولایتي شورا رییس : د سنګین عملیاتو کې تر ۲۰ ډیر ملکیان وژل شوي

author avatar
10 Feb 2017 - 22:36
د هلمند د ولایتي شورا رییس : د سنګین عملیاتو کې تر ۲۰ ډیر ملکیان وژل شوي
author avatar
10 Feb 2017 - 22:36

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): د هلمند ولایتي شورا رییس وایي، چې د سنګین ولسوالۍ په عملیاتو کې تر ۲۰ زیات ملکیان وژل شوي دي، بلخوا ناټو وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه یې څیړنې پیل کړې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د سنګين ولسوالۍ د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې تر ٢٠ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل وایي، چې دوی ته د سنګین د عملیاتو په اړه ضد او نقیض معلومات رارسیدلي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پر یوه کور د بهرنیو ځواکونو د بمبار له امله ۱۱ تنه وژل شوي او په یوه بله سیمه کې هم تر ۱۰ ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

اتل داهم وایی، چې ځینو خلکو ورته ویلي، چې پر کورونو درنې مرمۍ لګیدلي، خو دا نه ده معلومه، چې دا مرمۍ د چا لخوا توغول شوي وو.

د سنګین ولسوالۍ  د ماته لکړې سیمې یو تن اوسیدونکی مجنون وایي، چې ددوی کور د بازار په پنځه کیلو مترۍ کې دی او د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې یې د کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د دوو مېلمنو په ګډون درې مېرمنې، څلور نجونې او څلور هلکان شامل دي.

د نوموړي وینا، په وژل شویو کسانو کې یې وریندار او وریرونه شامل دي او ورور یې دوه کاله مخکې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی.

مجنون وایي، چې ده هم د نا امنۍ له امله کډه لښکرګاه ته راوړې، خو په دې وروستیو کې د فصلونو راټولولو په موخه ولسوالۍ ته ستون شوی.،

هغه زیاته کړې، چې د تیرې شپې په هوایي برید کې وژل شوي کسان یې نن د جوشالي په هدیره کې خاورو ته وسپارل

دناد علي پخوانی ولسوال او د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي قاسم هم پژواک ته وویل دفدا محمد په نامه دیوه تن پر کور بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تتنه وژل شوي دي.

هغه وایي، چې وژل شوي کسان نن په اغلق هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.