Language

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عيني شاهدان وايي چې دا چاودنه نن د سلواغې په ٢٣مه، د غرمې په شاوخوا يوه بجه د لښکرګاه ښار منځ کې د کابل بانک مخې ته وشوه.

د سميع الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه ډېره قوي  وه او کېداى شي د موټر په وسيله ځانمرګى بريد وي.

هغه وايي، په سيمه کې يې يو ټانک ليدلى چې اور  په کې لګېدلى و.

د نوموړي په وينا، له چاودنې سره سم يې امبولاسونه وليدل چې ټپيان او مړي يې روغتون ته ولېږدول.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

 

login or register a new account.