لښکرګاه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عيني شاهدان وايي چې دا چاودنه نن د سلواغې په ٢٣مه، د غرمې په شاوخوا يوه بجه د لښکرګاه ښار منځ کې د کابل بانک مخې ته وشوه.
د سميع الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه ډېره قوي وه او کېداى شي د موټر په وسيله ځانمرګى بريد وي.
هغه وايي، په سيمه کې يې يو ټانک ليدلى چې اور په کې لګېدلى و.
د نوموړي په وينا، له چاودنې سره سم يې امبولاسونه وليدل چې ټپيان او مړي يې روغتون ته ولېږدول.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن