Language

د دولتي ځمکې پر سر د لانجې له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ټکنۍ شوي

مزارشريف، (پژواک، ۲۴مه، سلواغه، ۹۵): د بلخ په حيرتان سوداګريز بندر کې د دغه ولايت د اراضۍ ادارې او د شمال زون د شاهين قول اردو تر منځ د دولتي ځمکې پر سر د لانجې له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو په حيرتان بندر کې د څه باندې ۹ زره جريبه ځمکې د لرلو ادعا کوي، چې له همدې يې دوه نيم زره جريبه ځينو سوداګرو ته په قراردادي شکل ورکړې او هغوی پرې سوداګريز تاسيسات جوړ کړي دي.

خو د بلخ د اراضي اداره وايي، شاهين قول اردو په دغه بندر کې سوداګرو ته د دولتي ځمکو په اجاره ورکولو حق نه لري.

د حيرتان بندري ښارګوټي مسوولين وايي، که دغه ستونزه حل نه شي، په دغه ښارګوټي کې به سوداګريز چارې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د بلخ په حيرتان بندر سوداګرو د سلواغې په ۲۴مه، رسنيو ته په خبري ناسته کې وويل، د نيول شوي دولتي قراردادي ځمکو له امله پر يو مهال دوه ارګانونو ته ځواب ويونکي دي.

دوی وايي، له قول ا ردو سربېره د بلخ د اراضۍ اداره هم له دوی څخه د تاسيساتو د ټکس د تحويلۍ پوښتنه کوي.

د حيرتان بندري ښارګوټي کې د سوداګرو د اتحاديې مرستيال محمد نادر ساپي پژواک خبري آژانس ته وويل، په دغه ښارګوټي کې شته ستونزو يې په سوداګريزو چارو منفي اغېز ښندلی دی.

نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې په دغه ښارګوټي کې د سوداګرو ستونزې هوارې شي؛ بايد د دغو تاسيساتو اړخ روښانه کړل شي، چې د قول اردو دي او يا د اراضي ادارې پورې تړاو لري.

سوداګر ميراحمد پژواک ته وويل، دولت دې په خپل منځ کې خپله ستونزه حل کړي او دوی دې خپلو سوداګريزو چارو ته پرېږدي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ قانون ته درناوی لرو او د دولتي نيول شوې ځمکې د قرارداد ټکس ورکولو ته چمتو يو، خو دا نه شو کول، چې له يوې دولتي ادارې سره د شوي قرارداد ټکس دوه دولتي ادارو ته ورکړو.))

هغه وايي، دواړه ادارې ترې پوښتنه کوي او له همدې امله له تېرو دوه نيمو کلونو په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د سوداګرو په دې اعتراضيه ناسته کې د حيرتان بندري ښارګوټي مشر عبدالرحيم اميري هم ګډون درلود.

login or register a new account.

Related Topics