منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دولتي ځمکې پر سر د لانجې له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ټکنۍ شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

مزارشريف، (پژواک، ۲۴مه، سلواغه، ۹۵): د بلخ په حيرتان سوداګريز بندر کې د دغه ولايت د اراضۍ ادارې او د شمال زون د شاهين قول اردو تر منځ د دولتي ځمکې پر سر د لانجې له امله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو په حيرتان بندر کې د څه باندې ۹ زره جريبه ځمکې د لرلو ادعا کوي، چې له همدې يې دوه نيم زره جريبه ځينو سوداګرو ته په قراردادي شکل ورکړې او هغوی پرې سوداګريز تاسيسات جوړ کړي دي.

خو د بلخ د اراضي اداره وايي، شاهين قول اردو په دغه بندر کې سوداګرو ته د دولتي ځمکو په اجاره ورکولو حق نه لري.

د حيرتان بندري ښارګوټي مسوولين وايي، که دغه ستونزه حل نه شي، په دغه ښارګوټي کې به سوداګريز چارې د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د بلخ په حيرتان بندر سوداګرو د سلواغې په ۲۴مه، رسنيو ته په خبري ناسته کې وويل، د نيول شوي دولتي قراردادي ځمکو له امله پر يو مهال دوه ارګانونو ته ځواب ويونکي دي.

دوی وايي، له قول ا ردو سربېره د بلخ د اراضۍ اداره هم له دوی څخه د تاسيساتو د ټکس د تحويلۍ پوښتنه کوي.

د حيرتان بندري ښارګوټي کې د سوداګرو د اتحاديې مرستيال محمد نادر ساپي پژواک خبري آژانس ته وويل، په دغه ښارګوټي کې شته ستونزو يې په سوداګريزو چارو منفي اغېز ښندلی دی.

نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې په دغه ښارګوټي کې د سوداګرو ستونزې هوارې شي؛ بايد د دغو تاسيساتو اړخ روښانه کړل شي، چې د قول اردو دي او يا د اراضي ادارې پورې تړاو لري.

سوداګر ميراحمد پژواک ته وويل، دولت دې په خپل منځ کې خپله ستونزه حل کړي او دوی دې خپلو سوداګريزو چارو ته پرېږدي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ قانون ته درناوی لرو او د دولتي نيول شوې ځمکې د قرارداد ټکس ورکولو ته چمتو يو، خو دا نه شو کول، چې له يوې دولتي ادارې سره د شوي قرارداد ټکس دوه دولتي ادارو ته ورکړو.))

هغه وايي، دواړه ادارې ترې پوښتنه کوي او له همدې امله له تېرو دوه نيمو کلونو په حيرتان بندر کې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د سوداګرو په دې اعتراضيه ناسته کې د حيرتان بندري ښارګوټي مشر عبدالرحيم اميري هم ګډون درلود.

نوموړي د سوداګرو د ستونزو پخلی وکړ او ويې ويل، ياد شوي تاسيسات د شمال ۲۰۹ شاهين قول اردو له خوا غصب شوې ځمکې دي.

د نوموړي  په وينا، دغې قول اردو د حيرتان بندري ښارګوټي ۲۵۰۰ جريبه ځمکه په بېلابېلو دلايلو غصب کړې ده.

اميري اندېښنه څرګنده کړه، که په دغه بندري ښارګوټي کې د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې نه شي، سوداګريزې چارې به د له منځه تلو له  ګواښ سره مخامخ شي.

په دغه حال کې د بلخ د اراضۍ ادارې مسوولين هم وايي، د قول اردو له خوا سوداګرو ته سپارل شوې ځمکې غصب شوې دي او هيڅ قانوني بڼه نه لري.

د دې ادارې مشر انجنير شېرشاه هوتک وويل، شاهين قول اردو په حيرتان بندر کې هېڅ تاسيسات نه لري.

نوموړي زياته کړه، شاهين قول اردو مسووليت لري چې هېواد وساتي، دوی بايد سوداګرو ته د ځمکو د اجارې له ورکولو چارو څخه لاس په سر شي.

په ورته وخت کې د شاهين قول اردو مسوولين بيا دغه تورونه ردوي او وايي، دغه ځمکې د دفاع وزارت تاسيسات دي .

د شاهين قول اردو د مطبوعاتي برخې مرستيال نصرت الله جمشېدي پژواک ته وويل، د شمال زون قول اردو له ۱۳۴۳لمريز څخه په حيرتان بندر کې څه باندې ۹ زره جريبه ځمکه لري، چې يو څه برخه يې سوداګرو ته په قراردي بڼه ورکړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد