Language

د غزني روږدي: پر وهلو ټکولو مو درملنه نه کېږي

غزني ښار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د غزني ښار پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي چې په روغتون کې یې پر وهلو ډبولو درملنه نه کېږي؛ ځکه دوى درملنې ته زړه ښه نه کوي.

پر نشه يې توکو روږدې کسان د غزني ښار د سيند تر پله لاندې په دې سړه هوا کې له دنيا څخه ناخبره شپې ورځې تېروي.

په غزني ښار کې د نشه يانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي، خو تر اوسه ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

د غزني سيند تر پله لاندې يو روږدى چې خپل نوم ولي محمد وښود، وايي چې په ايران کې پر نشه يې توکو روږدى شو، خو کله چې هېواد ته راستون شو نو دلته يې هم کومه دنده پيدا نه کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې ناهيلى شوم؛ نو نورو ځايونو مې د سيند پله لاندې ژوند کول خوښ کړ او دا مې غوره وګڼل.))

خو ولي محمد وايي چې اوس له دغه ژونده هم ستړی شوى دى.

د نوموړي په وينا، يو ځل کابل او بيا غزني روغتون ته يووړل شو، خو هلته يې وهل ټکول خوړل؛ نو بېرته يې تر پله لاندې ژوند غوره وګاڼه.

هغه وايي: ((د سوټې په زور موږ هېڅ کله نشه نه شو پرېښودلی او نه دغه کار شونی ده، بايد زموږ ښه او سمه درملنه وشي.))

د ميدان وردګو ولايت یو روږدی اوسېدونکی چې نوم نه ښيې او له خپلو نورو درېيو وروڼو سره تر پله لاندې په چټل ځاى کې ناست وو او پر سر يې څادر اچولى و هم ويل چې له ژونده ستړى شوى.

نوموړي چې د نشه يي توکو لوګى يې له خولې راوت، پژواک ته وويل چې په ۱۳۸۵ کال کې ايران ته ولاړ هلته يې هم کار برابر نه و او پر نشه يې توکو روږدى شو.

هغه زياتوي: ((نه مې ځمکه درلوده، نه کور درلود او نه مې مېرمن درلوده، هېڅ مې نه درلودل؛ نو مجبور شوم چې پر نشه يي توکو روږدى شم.))

د نوموړي په وينا، له خپلو وروڼو سره په دې يخه هوا کې تر پله لاندې شپې او ورځې تېروي، خو تر اوسه يې چا درملنه نه ده کړې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.