غزني ښار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د غزني ښار پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي چې په روغتون کې یې پر وهلو ډبولو درملنه نه کېږي؛ ځکه دوى درملنې ته زړه ښه نه کوي.
پر نشه يې توکو روږدې کسان د غزني ښار د سيند تر پله لاندې په دې سړه هوا کې له دنيا څخه ناخبره شپې ورځې تېروي.
په غزني ښار کې د نشه يانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي، خو تر اوسه ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.
د غزني سيند تر پله لاندې يو روږدى چې خپل نوم ولي محمد وښود، وايي چې په ايران کې پر نشه يې توکو روږدى شو، خو کله چې هېواد ته راستون شو نو دلته يې هم کومه دنده پيدا نه کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې ناهيلى شوم؛ نو نورو ځايونو مې د سيند پله لاندې ژوند کول خوښ کړ او دا مې غوره وګڼل.))
خو ولي محمد وايي چې اوس له دغه ژونده هم ستړی شوى دى.
د نوموړي په وينا، يو ځل کابل او بيا غزني روغتون ته يووړل شو، خو هلته يې وهل ټکول خوړل؛ نو بېرته يې تر پله لاندې ژوند غوره وګاڼه.
هغه وايي: ((د سوټې په زور موږ هېڅ کله نشه نه شو پرېښودلی او نه دغه کار شونی ده، بايد زموږ ښه او سمه درملنه وشي.))
د ميدان وردګو ولايت یو روږدی اوسېدونکی چې نوم نه ښيې او له خپلو نورو درېيو وروڼو سره تر پله لاندې په چټل ځاى کې ناست وو او پر سر يې څادر اچولى و هم ويل چې له ژونده ستړى شوى.
نوموړي چې د نشه يي توکو لوګى يې له خولې راوت، پژواک ته وويل چې په ۱۳۸۵ کال کې ايران ته ولاړ هلته يې هم کار برابر نه و او پر نشه يې توکو روږدى شو.
هغه زياتوي: ((نه مې ځمکه درلوده، نه کور درلود او نه مې مېرمن درلوده، هېڅ مې نه درلودل؛ نو مجبور شوم چې پر نشه يي توکو روږدى شم.))
د نوموړي په وينا، له خپلو وروڼو سره په دې يخه هوا کې تر پله لاندې شپې او ورځې تېروي، خو تر اوسه يې چا درملنه نه ده کړې.
خان محمد يو له هغو روږدو کسانو څخه دى چې يو ځلې يې د درملنې په موخه بيولي وو وايي چې داسې ګولۍ به يې ورته ورکړې چې د سر له درده به ځمکه ورباندې سره وه او له هغه وروسته يې به يې وهل او ډبول ورته پيل کړ ل.
هغه پژواک ته وويل: ((موږ مجبور يو چې بېرته را وتښتو، ځکه هلته مو وهي، تر روغتون د پله لاندې ژوند راته ښه دى.))
د غزني ښار اوسېدونکی رحيم الله چې د سيند پر غاړه دوکان لري، وايي چې د نشه يانو له لاسه يې ژوند تريخ شوى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان ډېری وخت پر غلاوو لاس پورې کوي او اړ دي چې ځان ته خواړه او نشه يي توکي پيدا کړي.
د رحيم الله وينا، د يو شمېر نشه يانو مېرمنې سوال کوي او خير غواړي او کله چې يې مېرمنې ورته پيسې ټولې کړي، پله ته ورځي او هغوى ته یې سپاري.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د دغه کار مخنيوى وکړي.
په غزني کې د روږدو کسانو د روغتون مسوول ډاکتر محمد اسماعيل دا نه مني چې ګواګې روږدي کسان دې په روغتون کې د ډاکترانو له لوري وهل شوي وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د زياتو کسانو درملنه يې کړې ده خو دا چې په غزني کې بېکاري زياته ده؛ نو له نشو څخه روغ شوي کسان بېرته پر نشې اخته کېږي.
دى وايي: ((هېڅ ناروغ مو نه دی وهلی او نه مو داسې درمل ورکړي چې هغه دې ورته زيان ورسوي.))
ډاکتر اسماعيل له دولت څخه غواړي کوم کسان چې له دې ناروغۍ څخه په امان کېږې باید ژر ورته د کار زمينه برابره شې او په غزني کې به د روږدو کسانو شمیره را ټیټه شې.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په غزني کې نږدې ۴۰زره کسان پر نشه يې توکو اخته دې که چېرې ورته پاملرنه ونه شې ښايي دغه شمېر نور هم زیات شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










