منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کاپیسا ځیني کانونه له ۱۳ کلونو وروسته تر دولتي کنټرول لاندې راغلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۴ کتنې

محمودراقي (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې د کاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې يو شمېر مهم کانونه له ١٣ کلونو وروسته بېرته د دولت تر کنټرول لاندې راغلل.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مرکز او حسن اباد سیمه کې مهم کانونه شته چې ډېرى مهال د ځايي اوسېدونکو او يا هم وسله والو مخالفينو له خوا په کې کيندنې کېدلې.

خو هغه وايي چې اوس مهال يادې سيمې د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او له کانونو څخه د غير قانوني کيندنو مخه نيول شوې ده.

ولسوال زياتوي: ((اوس په اله سای ولسوالۍ کې سیمه يیز پولیس او ملي پولیس ځاى پر ځاى شوي ددوى ترڅنګ ملي اردو ځواکونه هم شته دي او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه يې نيولې ده.))

د نوموړي په وينا، تر ١٣ کلونو وروسته د يادې ولسوالۍ کانونه د دولت تر کنټرول لاندې راغلي او له دې وروسته به د رسمي قرارداد له لارې قانوني کيندنې کېږي.

ولسوال وويل، کوم کانونه چې د اله سای ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ایستل کېږي د سیمې د خلکو او یو شمېر قاچاقبرو له خوا پاکستان ته وړل کېږي او هلته په لوړه بیه پلورل کېږي چې د همدې لارې یو شمېر کسان ډېری پیسې هم ترلاسه کوي.

د اله ولسوال وايي، چې ددې ولايت په بېلا بيلو سيمو کې د ياقوتو، زمردو، کرومايټ، يو ډول سپين او شنې قيمتي ډبرې شته دي چې له کلونو راهيسې په ناقانونه توګه ايستل کېږي.

 

د اله ساى ولسوالى يو اوسېدونکى حاجي غلام نبي وايي چې د ولسوالۍ په ختیځه څنډه د اسکین په سیمه کې قیمتي کانونه شته چې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا ویستل کېږي .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې په دې سيمو کې امنيتي پوستې نه وې او نه هم د حکومتي واکمني وه.

د نوموړي په وينا، له يادو کانونو څخه قيمتي ډبرې لومړى لغمان او بيا د ننګرهار له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

د شېرزمان په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې اوس د غرو په لمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې او د غير قانوني کان کيندنو مخه يې نيولې ده.

د کانونو او پټرولیم امر انجنير عزیز هم تاییدوي چې د کاپیسا په نا امنو سیمو کې یو شمېر مهم کانونه او قیمتي ډبرې په غير قانوني توګه ایستل کېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې هلته امنيتي ستونزې دي او د دوى اداره نه شي کولى چې د دې کيندنو مخه ونيسي.

هغه زیاتوي: ((زموږ ټیمونه هغو سيمو تګ راتګ نه شي کولای او حتي پخوا امنیتي ځواکونه هلته شتون نه درلود ؛ نو ځکه هغه غير قانوني کېندنې کېدلې.))

د هغه په وينا، که چېرې امنیت خوندې وای او دوى د ټرانسپورټ او نور امکانات درلودلى نو ټولې سيمې يې سروې کولې.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي پژواک ته وويل چې اوسمهال دوی د کاپیسا په نا امنو سیمو کې د غبار په نوم عملیات پیل کړي چې په دغو عملیاتو کې د تګاب کرومایت کان په بشپړل ډول د حکومت تر کڼترول لاندې راغلی او ټولې هغه لارې نیول شوي چې دا کان به یې ویستلو او لغمان ته به یې لېږدولو.

خو هغه وايي چې د امنیتي وضعیت له مخې نور جزئیات نه شي ورکولى خپلو عملیاتو ته به دوام ورکوي او د اله سای د ټولو کانونو د کڼټرول په هدف غښتلای پلان لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد