Language

په بلخ کې سيمه ييزې راډيوګانې له مالي ستونزو سره مخامخ دي

مزارشريف (پژواک، ۲٥ سلواغه، ۹۵): په بلخ ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو مسوولين وايي  چې له بېلا بېلو اړخونو له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۴مه، د راډيو نړيوالې ورځ د خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو د مسوولينو له خوا ونمانځل شوه.

ياد پروګرام چې د نهاد راډيو له خوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ملاتړ جوړ شوی و، په ترڅ کې يې ځينې راډيويي خبريالان په ستاينليکونو وستايل شول.

د يادې نمانځنې په څنډه کې د سيمه ييزو راډيوګانو مسوولينو پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له بېلا بېلو اړخونو له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

بلخوا د خبريالانو ټولنې مسوولينو بيا په تېرو دوو کلونو کې د بلخ له ۱۵ راډيوګانو څخه د ۶ راډيوګانو د بندېدو دليل مالي ستونزې وبللې.

د نهاد سيمه ييزې راډيو مسوول نجيب پيکان وويل، رسنۍ له بېلا بېلو اړخونو له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ دي، چې له همدې امله يې ځينې بندې شوې دي.

نوموړي د مخابراتو ټکس، ماليه، د برېښنا لګښت د سيمه ييزو راډيوګانو له عمده مالي ستونزو څخه وګڼلې.

هغه له دولت څخه په دې برخو کې له سيمه ييزو رسنيو سره د ملاتړ جدي غوښتنه وکړه.

د لحظه سيمه ييزې راډيو مسوول فهيم حقبين وويل، له تېرو دوه کلونو راهيسې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي يې يو لامل د دولت له خوا له سيمه ييزو رسنيو سره له عدالت څخه لرې چلند وګاڼه.

نوموړي د برېښنا د بيې په تړاو وويل، له سيمه ييزو رسنيو سره هم لکه عايداتي شرکتونه داسې چلند کېږي.

هغه وايي، دولت توليدي فابريکو ته يو کيلوواټ برېښنا په ۶ افغانيو ورکوي، خو سيمه ييزو رسنيو ته يې په ۱۶ افغانۍ ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics