منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې سيمه ييزې راډيوګانې له مالي ستونزو سره مخامخ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲٥ سلواغه، ۹۵): په بلخ ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو مسوولين وايي  چې له بېلا بېلو اړخونو له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۴مه، د راډيو نړيوالې ورځ د خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو د مسوولينو له خوا ونمانځل شوه.

ياد پروګرام چې د نهاد راډيو له خوا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ملاتړ جوړ شوی و، په ترڅ کې يې ځينې راډيويي خبريالان په ستاينليکونو وستايل شول.

د يادې نمانځنې په څنډه کې د سيمه ييزو راډيوګانو مسوولينو پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له بېلا بېلو اړخونو له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

بلخوا د خبريالانو ټولنې مسوولينو بيا په تېرو دوو کلونو کې د بلخ له ۱۵ راډيوګانو څخه د ۶ راډيوګانو د بندېدو دليل مالي ستونزې وبللې.

د نهاد سيمه ييزې راډيو مسوول نجيب پيکان وويل، رسنۍ له بېلا بېلو اړخونو له ډېرو مالي ستونزو سره مخامخ دي، چې له همدې امله يې ځينې بندې شوې دي.

نوموړي د مخابراتو ټکس، ماليه، د برېښنا لګښت د سيمه ييزو راډيوګانو له عمده مالي ستونزو څخه وګڼلې.

هغه له دولت څخه په دې برخو کې له سيمه ييزو رسنيو سره د ملاتړ جدي غوښتنه وکړه.

د لحظه سيمه ييزې راډيو مسوول فهيم حقبين وويل، له تېرو دوه کلونو راهيسې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي يې يو لامل د دولت له خوا له سيمه ييزو رسنيو سره له عدالت څخه لرې چلند وګاڼه.

نوموړي د برېښنا د بيې په تړاو وويل، له سيمه ييزو رسنيو سره هم لکه عايداتي شرکتونه داسې چلند کېږي.

هغه وايي، دولت توليدي فابريکو ته يو کيلوواټ برېښنا په ۶ افغانيو ورکوي، خو سيمه ييزو رسنيو ته يې په ۱۶ افغانۍ ورکوي.

حقبين وويل، بايد له سيمه ييزو رسنيو سره هم چې پوره عايداتي سرچينې هم نه لري، د برېښنا بېل کم شي.

په بلخ ولايت کې د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوول ګلاب شاه باور وويل، سيمه ييزې رسنۍ په خپلو سيمو کې دولت او خلکو تر منځ د واټن جوړېدو اساسي ستنې دي.

نوموړي زياته کړه چې دولت بايد د ازادو رسنيو ملاتړ وکړي.

هغه وايي، له تېرو دوو کلونو د بلخ له لسګونو رسنيو څخه د اقتصادي ستونزو له امله څلور تلويزونونه او شپږ راډيوګانو فعاليت بند شوی دی.

خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ريس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې دولت د بلخ د سيمه ييزو راډيوګانو د بندېدو په علت کې ګرم نه دی.

نوموړي زياته کړه، په دغه ولايت کې هېڅ رسنۍ د سياسي او امنيتي ستونزې له امله بنده شوې نه ده.

د هغه په وينا، د ډېرو رسنيو د بندېدو د علت پړه د هغې رسنۍ د امتياز څښتن ته متوجه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور