کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٥): ملي تدارکاتو کمیسیون د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت درې قراردادونه منظور کړي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت درې قراردادونه منظور شول چې د نیمروز ولایت زرنج ښار داخل کې د ۱۰،۸ کیلومتره سرک جوړول، د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون جوړول او د ملي دفاع وزارت ۱۸ قلمه اعاشوي مواد په کې شامل دي.
ملي تدارکاتو کمیسیون د طبي ملزماتو د پاتې اقلامو د قرارداد د فسخې په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندیز تايید کړ، خو کمیسیون په کندهارکې د سرکونو د جغل فرش قراردادونه رد کړل او لارښوونه وشوه، چې د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ کنډک او قوای کار دې دا پروژې تطبیق کړي.
سرچينه زياتوي، په غونډه کې د پروسو د مهندسي او نقشه بردارۍ په ګډون د الکتروتیکي ستراتیژۍ او د ملي تدارکاتو اداره کې د سیستمونو انکشاف موضوع په اړه لنډ بحث وشو.
غني په دې اړه څرګنده کړه چې په یادو برخو کې د ملي تدارکاتو ادارې اقدامات او طرحې دې یو په یو مطالعه شي او توصیه کېږي، چې ټولې ادارې دې د خپلو کاري پروسو د نقشه بردارۍ او مهندسۍ لپاره د کاري بهیر د ښه والي په موخه دغسې شېوه نمونه وګرځوي، تطبیق دې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار، د ولسي جرګې د اقتصاد او ملي بودجې کمیسیونونو، د فساد پر ضد د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارې د شفافیت څارونکو ګډون درلود.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP