غزني ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.
داپېښه نن د سلواغې په ٣٠مه، مازيګر ناوخته په شاوخوا څلور نيمو بجو د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې ولسوالۍ د کمپنۍ په سيمه کې د احمدشاه ابدالي شرکت ٣٠٣ موټر له يوه ټېلر سره جنګېدلى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخې، درې تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د يو شمېر ټپيانو حالت ښه نه دى او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.
د مقر امنيه قوماندان وايي چې ٣٠٣ موټر له کندهاره کابل ته روان و چې له مخامخ روان ټېلر سره يې ټکر کړى دى.
د يادونې ده چې پرون د کندهار - هرات پر لويه لاره د هلمند ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ٣١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP