منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۶ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۴ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله  درې تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

داپېښه نن  د سلواغې په ٣٠مه، مازيګر ناوخته په شاوخوا څلور نيمو بجو د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل،  د يادې ولسوالۍ د کمپنۍ په سيمه کې د احمدشاه ابدالي شرکت ٣٠٣ موټر  له يوه ټېلر سره جنګېدلى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخې، درې تنه مړه او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د يو شمېر ټپيانو حالت ښه نه دى او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

د مقر امنيه قوماندان وايي چې ٣٠٣ موټر له کندهاره کابل ته روان و  چې له مخامخ روان ټېلر سره يې ټکر کړى دى.

د يادونې  ده  چې پرون د کندهار - هرات پر لويه لاره د هلمند ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ٣١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې