Language

د ملي اردو يو سرتېرى کله سنګر او کله د غزني ښار تر پله لاندې نشه کوي

غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه، ٩٥): له غزني ښار څخه د تېر شوي سيند تر پله لاندې د نشه يي توکو پر روږدو کسانو کې د ملي اردو داسې يو ځوان سرتېرى هم شته، چې يوه اوونۍ په سنګر کې وي او بله اوونۍ دلته نشه کوي.

دا سرتېرى چې د نوم له اخيستو ډډه کوي، وايي چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ملې اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

هغه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، اته کاله وړاندې کله چې په نهم ټولګي کې و، نو پر نشه کولو اخته شو .

نوموړي زياته کړه : ((د کاکا زوى مې څو وارې سګرټی راکړ، بس ورباندې اخته شوم اوس د خلاصون لاره نه لرم.))

 د ملي اردو دغه سرتېری وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ملي اردو په ليکو کې له هېواده دفاع کوي او تل د جګړې په لومړۍ ليکه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وي.

د نوموړي په وينا، اوس مهال له خپل ژوند څخه ستړی شوی او مرګ ته هرکلی کوي، ځکه هېڅوک يې درملنې ته نه حاضرېږي.

د  ملي اردو دغه سرتېری، چې څلور میاشتي مخکې له وسله والوطالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوى وايي، کله چې ورته نشه يي توکي ونه رسییږي؛ نو ټول بدن يې درد کوي او اړ دى غزني ته راشي او دلته تر پله لاندې له نورو سره نشه وکړي.

دى وايي چې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې هم ورته نشه يي توکي پیدا کیږې، خو دا چې هلته يې بيه لوړه ده ؛ نو یوازې ددغه کار لپاره غزني ښار ته راځي‌.

د هغه په وينا، د ټولنې خلک ورته د انسان په سترګه نه ګوري ، کوم کسان چې په نشه يي توکو اخته دي ،نو مجبوره دي چې غلاوې وکړي ځکه پیسې نه شي پیدا کولی .

دغه سرتېري زياته کړه چې په کور کې هم ورسره ښه چلند نه کېږي او نه هم په ښه سترګه ورته ګوري .

په داسې حال کې چې د ملي اردو د دغه سرتېري له سترګو اوښکې روانې وې، په ژړغوني غږ يې وويل: ((کاشکې مړ واى، خو په دې عمل نه وای اخته، زه اوس څه وکړم، باید درملنه مې وشي.))

د غزني ښار د سيند تر پله لاندې ددغه سرتېري په څېر لسګونه نور ځوانان هم شته، چې شپه او ورځ دلته پراته وي او نشه يي توکي کاروي، د غزني خلک هم له دوى څخه په تنګ شوي او له دولت څخه غواړي چې باید درملنه يې وکړي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.