منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي اردو يو سرتېرى کله سنګر او کله د غزني ښار تر پله لاندې نشه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه، ٩٥): له غزني ښار څخه د تېر شوي سيند تر پله لاندې د نشه يي توکو پر روږدو کسانو کې د ملي اردو داسې يو ځوان سرتېرى هم شته، چې يوه اوونۍ په سنګر کې وي او بله اوونۍ دلته نشه کوي.

دا سرتېرى چې د نوم له اخيستو ډډه کوي، وايي چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ملې اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

هغه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، اته کاله وړاندې کله چې په نهم ټولګي کې و، نو پر نشه کولو اخته شو .

نوموړي زياته کړه : ((د کاکا زوى مې څو وارې سګرټی راکړ، بس ورباندې اخته شوم اوس د خلاصون لاره نه لرم.))

 د ملي اردو دغه سرتېری وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ملي اردو په ليکو کې له هېواده دفاع کوي او تل د جګړې په لومړۍ ليکه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وي.

د نوموړي په وينا، اوس مهال له خپل ژوند څخه ستړی شوی او مرګ ته هرکلی کوي، ځکه هېڅوک يې درملنې ته نه حاضرېږي.

د  ملي اردو دغه سرتېری، چې څلور میاشتي مخکې له وسله والوطالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوى وايي، کله چې ورته نشه يي توکي ونه رسییږي؛ نو ټول بدن يې درد کوي او اړ دى غزني ته راشي او دلته تر پله لاندې له نورو سره نشه وکړي.

دى وايي چې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې هم ورته نشه يي توکي پیدا کیږې، خو دا چې هلته يې بيه لوړه ده ؛ نو یوازې ددغه کار لپاره غزني ښار ته راځي‌.

د هغه په وينا، د ټولنې خلک ورته د انسان په سترګه نه ګوري ، کوم کسان چې په نشه يي توکو اخته دي ،نو مجبوره دي چې غلاوې وکړي ځکه پیسې نه شي پیدا کولی .

دغه سرتېري زياته کړه چې په کور کې هم ورسره ښه چلند نه کېږي او نه هم په ښه سترګه ورته ګوري .

په داسې حال کې چې د ملي اردو د دغه سرتېري له سترګو اوښکې روانې وې، په ژړغوني غږ يې وويل: ((کاشکې مړ واى، خو په دې عمل نه وای اخته، زه اوس څه وکړم، باید درملنه مې وشي.))

د غزني ښار د سيند تر پله لاندې ددغه سرتېري په څېر لسګونه نور ځوانان هم شته، چې شپه او ورځ دلته پراته وي او نشه يي توکي کاروي، د غزني خلک هم له دوى څخه په تنګ شوي او له دولت څخه غواړي چې باید درملنه يې وکړي .

د غزني ښار اوسېدونکی نورالله چې د غزني ښار د سيند پر غاړه هټۍ لري وايي: ((موږ له دوى څخه   سخت په تکلیف یو، کله سوال کوي کله غلاوې کوي. ))

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د روږدو کسانو د پوډرو دودونه هم دوى ته ستونزې جوړې کړې، هسې نه بله ورځ دوى هم نشه يان شي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي چې په دې وروستیو کې زیات شمېر نشه يې توکي او ورسره په څنګ کې يې څو تنه قاچاقبر هم نیولي دې .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې  تر دې مخکې په غزني کې د نشه يي توکو کاربار زیات کېده، خو کله چې نوموړي ته د غزني د امنیه قوماندانۍ مسوولیت ورسپارل شوى، ددغه کار مخه يې تر ډېره بريده نيولې ده.

امرخېل ادعا کوي چې اوس مهال په غزني ښار کې نشه يي توکي نه پلورل کېږي، دوى پلټنې پيل کړي، چې نشه يي توکي او نشه يان له کومه راځي.

د نوموړي په وينا، سږکال يې په غزني کې نږدې دوه زره کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي او سوځولي يې دې.

په غزني کې د روږدو کسانو د روغتون د مسوولینو په خبره، چې تراوسه يې په غزني کې د څلورو زرو کسانو درملنه کړې ده .

په غزني کې د روږدو کسانو د روغتون مسوول ډاکټر محمد اسماعیل وايي چې ډيری درملنه شوي کسان بېرته په دغه عمل اخته کیږي چې لامل يې هم په دغه ولایت کې بېکاري ده.

هغه زياته کړه: ((موږ امکانات کم لرو اوس مو روغتون ۵۰ بستره ده که چېرته بسترونه يې زيات شي شاید د روږدو کسانو شمېره هم کمه شي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه