Language

“د بلخ والي په توګه د نور بيا ټاکل کېدل  د ټاکنو لپاره سياسي توافق او ملګرتيا ده”

مزارشريف (پژواک، ۳ کب، ۹۵): يو شمېر شنونکي وايي، د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور بيا ټاکل کېدل، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره يو سياسي توافق او ملګرتيا ده.

له تېرو دوو کلونو راهيسې عطامحمد نور د بلخ د سرپرست والي په توګه دنده پر مخ وړله، خو تېره ورځ د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړانديز د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.

د عطامحمد نور وياند منير فرهاد، پژواک خبري اژانس ته د کب په درېيمه وويل، چې تېره ورځ ماښام بلخ ولايت مقام ته، د ولسمشر محمد اشرف غني په لاسليک  د سيمه ييزو ارګانونو لخوا د عطامحمد نور د والي توب مکتوب رسېدلی دی.

د سياسي چارو شنونکي، دغې ټاکنې ته په عادي سترګه نه ګوري، بلکې ګومان کوي چې د عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ له تېره يو کاله د روانو سياسي بحثونو د نه پايلې ورکولو له امله، دغه چاره تر سره شوې ده.

عطامحمدنور له تېر يو کاله د بلخ د سرپرست والي په توګه په بلخ کې کم پاتې شوی، بلکې تر ډېره په کابل کې د جمعيت ګوند د اجرائيه رييس په توګه په سياسي چارو کې ډېر بوخت و.

نوموړي په دغه موده کې، سربېره پر دې چې له کورنيو او بهرنيو سياسي څېرو سره په کتنو بوخت و، بلکې تر ډېره يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د جمعيت ګوند د نوي تفاهم په اړه خبرې روانې کړې وې.

د سياسي چارو شنونکی مطيع الله اباسين وايي، د همدې خبرو له ناکامېدو وروسته، ولسمشر غني او عطامحمد نور خپل دويم پلان عملي کړ.

نوموړي پژواک ته وويل، د جمعيت ګوند د ځينو غړو او په ځانګړې توګه په دغه ګوند کې د عطامحمد نور د حريفانو له خوا د ده او د ولسمشر غنی خبرې او بحثونه رسوا کړای شول او پرې نه ښودل شول، چې د دوی په خوښه پايلې ته ورسېږي.

هغه وايي، له همدې امله دوی مجبور شول، چې د خپل سياسي راتلونکي لپاره له دويم پلان څخه کار واخلي او هغه بلخ ته د والي په توګه د عطامحمد نور بياځلي لېږل دي.

اباسين باوري دی  چې ولسمشر غني په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم ځان کانديدوي، نو له اوسه ورته د بستر جوړېدو په هڅه کې دی.

نوموړی وايي، عطامحمد نور به په شمال کې هم د والي او هم د جمعيت ګوند د يوه ځواکمن مشر په توګه خپل پلويان پر ځان راټول کړي.

د هغه په وينا، عطامحمد نور به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له غير پښتانه پاړکي څخه د ولسمشر غني ځواکمن ملاتړی وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.