منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بلخ والي په توګه د نور بيا ټاکل کېدل د ټاکنو لپاره سياسي توافق او ملګرتيا ده”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ کب، ۹۵): يو شمېر شنونکي وايي، د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور بيا ټاکل کېدل، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره يو سياسي توافق او ملګرتيا ده.

له تېرو دوو کلونو راهيسې عطامحمد نور د بلخ د سرپرست والي په توګه دنده پر مخ وړله، خو تېره ورځ د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړانديز د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.

د عطامحمد نور وياند منير فرهاد، پژواک خبري اژانس ته د کب په درېيمه وويل، چې تېره ورځ ماښام بلخ ولايت مقام ته، د ولسمشر محمد اشرف غني په لاسليک  د سيمه ييزو ارګانونو لخوا د عطامحمد نور د والي توب مکتوب رسېدلی دی.

د سياسي چارو شنونکي، دغې ټاکنې ته په عادي سترګه نه ګوري، بلکې ګومان کوي چې د عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ له تېره يو کاله د روانو سياسي بحثونو د نه پايلې ورکولو له امله، دغه چاره تر سره شوې ده.

عطامحمدنور له تېر يو کاله د بلخ د سرپرست والي په توګه په بلخ کې کم پاتې شوی، بلکې تر ډېره په کابل کې د جمعيت ګوند د اجرائيه رييس په توګه په سياسي چارو کې ډېر بوخت و.

نوموړي په دغه موده کې، سربېره پر دې چې له کورنيو او بهرنيو سياسي څېرو سره په کتنو بوخت و، بلکې تر ډېره يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د جمعيت ګوند د نوي تفاهم په اړه خبرې روانې کړې وې.

د سياسي چارو شنونکی مطيع الله اباسين وايي، د همدې خبرو له ناکامېدو وروسته، ولسمشر غني او عطامحمد نور خپل دويم پلان عملي کړ.

نوموړي پژواک ته وويل، د جمعيت ګوند د ځينو غړو او په ځانګړې توګه په دغه ګوند کې د عطامحمد نور د حريفانو له خوا د ده او د ولسمشر غنی خبرې او بحثونه رسوا کړای شول او پرې نه ښودل شول، چې د دوی په خوښه پايلې ته ورسېږي.

هغه وايي، له همدې امله دوی مجبور شول، چې د خپل سياسي راتلونکي لپاره له دويم پلان څخه کار واخلي او هغه بلخ ته د والي په توګه د عطامحمد نور بياځلي لېږل دي.

اباسين باوري دی  چې ولسمشر غني په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم ځان کانديدوي، نو له اوسه ورته د بستر جوړېدو په هڅه کې دی.

نوموړی وايي، عطامحمد نور به په شمال کې هم د والي او هم د جمعيت ګوند د يوه ځواکمن مشر په توګه خپل پلويان پر ځان راټول کړي.

د هغه په وينا، عطامحمد نور به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له غير پښتانه پاړکي څخه د ولسمشر غني ځواکمن ملاتړی وي.

بلخوا د بلخ ولايتي شورا غړی ذبيح الله کاکړ وايي، په شمال کې د جنرال دوستم ناسم سياست دغه زون له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

نوموړي چې د دوستم او ايشچی مسئلې ته يې اشاره وکړه، پژواک ته وويل، ولسمشر غني د شمال د سياسي او نظامي حالت د سمېدو لپاره عطامحمد نور ته اړتيا درلوده.

کاکړ هم په دې اند دی چې دغه ملګرتيا يواځې تر والي توب پورې منحصره نه ده، بلکې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په موخه يوه سياسي ملګرتيا او توافق دی.

د نوموړي تحليل همدا و چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ولسمشر او عطامحمد نور په ګډه سره وړاندې ځي.

خو په بلخ ولايت کې عطامحمد نور ته نږدې  سياسي شنونکې مېرمن نجلا حبيبي بيا وايي، چې هېڅکله به عطامحمد نور د ولسمشر غني ملاتړی نه شي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((ولسمشر به په دې ګومان وي، چې د قدرت د انحصار ساتنې لپاره به عطامحمد نور د بلخ والي کړي، خو نه! داسې نه ده.))

د هغې په خبره، دا چې اوس عطامحمد نور له ولسمشر سره د خبرو اترو مېز ته ناست او خپل حق ترې غواړي، دا بېله مسئله ده.

مېرمن نجلا په دې ټينګار وکړ چې عطامحمد نور هېڅکله هم د ولسمشر غني ملاتړی نه شي پاتې کېدی.

خو د بلخ اوسېدونکي بيا وايي، دوی د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ له روانو سياسي ناندريو سره کار نه لري، بلکې د خپل ولايت د پرمختګ او ارامۍ فکر ورسره دی.

د مزارشريف اوسېدونکي سيدمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې بلخ ښې حکومتولۍ ته اړتيا لري او دوی له چارواکو همدا تمه لري.

نوموړي زياته کړه، په دې وروستيو کې شمال زون د يو ډول ناامنۍ ښکار شوی، چې بايد ولسمشر ورته جدي پام وکړي.

هغه د بلخ د والي په توګه د عطامحمدنور د بيا ټاکل کېدو په تړاو وويل، که چېرې سم کار وکړي، نو دوی يې ملاتړ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست