Language

غزني کې یوې ښځې ځان وژنه کړې

غزني ښار (پژواک، ٤ کب ٩٥): چارواکي وايي چې په غزني کې يوې مېرمنې د زهر په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده.

‌د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د دې مېرمنې جسد وړمه ورځ د غزني ښار د قلاتي په سيمه کې موندلی و.

هغه زياته کړه، له څېړنو وروسته معلومه شوه چې يادې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله زهر خوړلي او ځان يې وژلی دی.

د امرخېل په وينا، د يادې مېرمنې خاوند نن پوليسو نيولى او تر پلټنو لاندې دى.

د غزني د ښځو چارو رييسه شکريه ولي هم وايي چې يادې مېرمن زهر خوړلي او ځان وژنه یې کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې مېرمنې خاوند بل واده هم کړى و؛ نو ځکه یادې مېرمنې ځان وژلی دی.

د غزني د ولایتي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې وړمه ورځ پوليسو ورته د يوې مېرمنې مړی ور وړی او له معایناتو وروسته معلومه شوې چې په زهرو یې ځان وژنه کړې ده.

 

login or register a new account.