مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۵): د بلخ ولايت ځينو قومي مشرانو د دغه ولايت پر امنيې قوماندانۍ، د سيمه ييزو پوليسو له خوا له خلکو د جزيې اخيستو او د طالب په نوم د ځورولو تور پورې کړ.
د بلخ د ځينو ولسواليو قومي مشران په همدې تړاو د دغه ولايت ولايتي شورا ته راغلي وو او د امنيه قوماندان له چلند څخه يې شکايت وکړ.
بلخوا د ولايتي شورا ځينو غړو د قومي مشرانو د څرګندونو د تاييد تر څنګ امنيه قوماندان له پښتنو سره پر تعصب تورن کړ.
خو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه تورونه رد کړل او امنيه قوماندان يې وطن او خپل مسلک ته ژمن وباله.
د بلخ ولايت د چمتال، بلخ او چاربولک ولسواليو لسګونه مشران چې شمېر يې شاوخوا ۱۵۰ تنه و، ولايتي شورا ته له امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات څخه په شکايت راغلي وو.
دوی پر امنيه قوماندان د پښتنو قومي مشرانو د ترور تور پورې کړ، سيمه ييز پوليس يې پر جزيې اخيستلو او د طالب په نامه د خلکو پر ځورونې تورن کړل.
د بلخ ولسوالۍ قومي مشر محمد دين د خپل شکايت اورولو په ترڅ کې وويل چې اربکيان (سيمه ييز پوليس) په دې ولسوالۍ کې له خلکو جزيې اخلي، د طالب په نامه يې له کورونو وباسي او وسلې پرې حواله کوي.
د هغه په وينا، دوی د پوليسو له ورته چلند څخه په تنګ راغلي دي.
قومي مشر عبدالعظيم په ياده ناسته کې رسنيو ته وويل چې دوی د نظام ملاتړي او د دغه ولايت اوسېدونکي دي، هېڅوک حق نه لري چې ناوړه چلند ورسره وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د خپلو ټولو مشرانو درناوی کوي او له دولت څخه غواړي چې پوښتنه یې وکړي.
د دغه ولايت پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر غلام حضرت ګرګټ دولت زي بيا پر امنيه قوماندان تور پورې کړ چې څو ورځې وړاندې يې د ده د ترور هڅه کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP