مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۵): د بلخ ولايت ځينو قومي مشرانو د دغه ولايت پر امنيې قوماندانۍ، د سيمه ييزو پوليسو له خوا له خلکو د جزيې اخيستو او د طالب په نوم د ځورولو تور پورې کړ.
د بلخ د ځينو ولسواليو قومي مشران په همدې تړاو د دغه ولايت ولايتي شورا ته راغلي وو او د امنيه قوماندان له چلند څخه يې شکايت وکړ.
بلخوا د ولايتي شورا ځينو غړو د قومي مشرانو د څرګندونو د تاييد تر څنګ امنيه قوماندان له پښتنو سره پر تعصب تورن کړ.
خو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه تورونه رد کړل او امنيه قوماندان يې وطن او خپل مسلک ته ژمن وباله.
د بلخ ولايت د چمتال، بلخ او چاربولک ولسواليو لسګونه مشران چې شمېر يې شاوخوا ۱۵۰ تنه و، ولايتي شورا ته له امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات څخه په شکايت راغلي وو.
دوی پر امنيه قوماندان د پښتنو قومي مشرانو د ترور تور پورې کړ، سيمه ييز پوليس يې پر جزيې اخيستلو او د طالب په نامه د خلکو پر ځورونې تورن کړل.
د بلخ ولسوالۍ قومي مشر محمد دين د خپل شکايت اورولو په ترڅ کې وويل چې اربکيان (سيمه ييز پوليس) په دې ولسوالۍ کې له خلکو جزيې اخلي، د طالب په نامه يې له کورونو وباسي او وسلې پرې حواله کوي.
د هغه په وينا، دوی د پوليسو له ورته چلند څخه په تنګ راغلي دي.
قومي مشر عبدالعظيم په ياده ناسته کې رسنيو ته وويل چې دوی د نظام ملاتړي او د دغه ولايت اوسېدونکي دي، هېڅوک حق نه لري چې ناوړه چلند ورسره وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د خپلو ټولو مشرانو درناوی کوي او له دولت څخه غواړي چې پوښتنه یې وکړي.
د دغه ولايت پخواني جهادي قوماندان او قومي مشر غلام حضرت ګرګټ دولت زي بيا پر امنيه قوماندان تور پورې کړ چې څو ورځې وړاندې يې د ده د ترور هڅه کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې دی په خپله سيمه کې د يو قومي مشر په توګه له خپل ولس سره يو ځای د قاجبرانو او د ځمکو د غصب د مافيا پر وړاندې مبارزه کوي.
د هغه په وينا، له همدې امله امنيه قوماندان هڅه کوي چې دی له صحنې لرې کړي او سيمه په لوی لاس د طالبانو تر اغېز لاندې شي.
نوموړي زياته کړه: ((زه نه ياغي يم او نه باغي؛ نو ولې امنيه قوماندان پر ما قوه مرش کړه، که جګړه شوې وای او خلک په کې وژل شوي وای؛ نو ځواب يې چا ورکاوه.))
د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د امنيه قوماندان پر وړاندې د راغلو قومي مشرانو د ټولو څرګندونو پخلی وکړ، تر څنګ يې امنيه قوماندان له پښتنو سره پر تعصب تورن کړ.
نوموړي زياته کړه: ((د بلخ امنيه قوماندان شخصاُ له پښتنو سره تعصب لري.))
هغه د بلخ د دولت اباد او شولګر ولسواليو د امنيه قوماندانانو د شهادت يادونه وکړه چې ممکن امنيه قوماندان په کې ښکېل وي.
کاکړ وويل چې که قوماندان په دغو وژنو کې ښکېل نه وي؛ نو ولې يې تر دې دمه د دغو وژنو په اړه کره څېړنه نه ده کړې.
نوموړي زياته کړه چې د بلخ ډېری پښتانه د کورنيو چارو وزير په لاسليک مکتوبونه راوړي، خو په امنيه قوماندانۍ کې نه جذبېږي.
د هغه په وينا، له يو مشخص قوم سره د بلخ د امنيه قوماندان دغه ډول چلند نور د زغملو نه دی.
راغلو قومي مشرانو هم ګواښ وکړ، که چېرې د دوی غږ وانه ورېدل شي، لاريونونه به وکړي، سړکونه به بند کړي او تر کابله به د خپل حق اخيستو لپاره ولاړ شي.
خو د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند د قومي مشرانو او د ولايتي شورا د وکيلانو څرګندونې په پورته توګه رد کړې.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني پژواک اژانس ته وويل چې امنيه قوماندان پاسوال سيد کمال سادات تجربه لرونکې نظامي شخصيت دی.
نوموړي زياته کړه: ((قوماندان صېب په خپله پښتون دی، نو څنګه کېدی شي چې له پښتنو سره دغه ډول کارونه وکړي.))
هغه د بلخ امنيه قوماندان وطن، خلکو او خپل مسلک ته ژمن کس وباله.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










