Language

د غزني د اب بند یوه روغتيايي مرکز بیا فعالېدل د طالبانو تر جوازه ځنډول شوي

غزني (پژاوک، ١٠ کب ٩٥): د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د يو روغتيايي مرکز بېرته فعالول له طالبانو د جواز اخيستنې په موخه ځنډول شوي دي.

د اب بند اوسېدونکي ډاکتر کليم الله هلال د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوې موسسې د یاد روغتون د بیا فعالولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ده زياته کړه: ((د عامې روغتيا له رياست او ولايت څخه مې کار خلاص کړى خو اړوند موسسه وايي چې له طالبانو څخه هم بايد يو ضمانت خط واخيستل شي څو دغه مرکز ته ستونزې جوړې نه کړي.))

هغه وايي چې طالبان له روغتيايي مرکز سره هېڅ کار نه لري نو د MMRC-A   موسسه بايد دغه مرکز بېرته فعال کړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محب الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د طالبانو له وېرې په دې سيمه کې د روغتيايي مرکز د فعالېدو چارې ځنډول شوې دي.

هغه وويل: ((دلته خلک له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي، دغه کلينيک بايد ډېر ژر جوړ شي.))

د هغه په وينا، د ژمي په موسم کې خو هېڅ امکان نه لري چې د دې ولسوالۍ خلک خپل ناروغان غزني ښار ته انتقال کړي؛ ځکه ډېرى مواصلاتي لارې د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې يوه مېرمنه د روغتون او درملو د نه شتون له امله مړه شوه.

د دې ولسوالۍ يادو او يو شمېر نورو اوسېدونکو ټينګار کاوه چې هر څه ژر بايد په دې سيمه کې روغتيايي مرکز بېرته فعاله شي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده یي پژواک ته وويل چې په اب بند ولسوالۍ کې د يو روغتيايي مرکز فعالېدل منظور شوي دي.

دې وويل: ((موږ له طالبانو سره هېڅ ستونزه نه لرو خو نه پوهېږم چې ولې د دې موسسې مسوولينو د دغه مرکز د جوړېدو کار ځنډولى دى.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.