منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني د اب بند یوه روغتيايي مرکز بیا فعالېدل د طالبانو تر جوازه ځنډول شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

غزني (پژاوک، ١٠ کب ٩٥): د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د يو روغتيايي مرکز بېرته فعالول له طالبانو د جواز اخيستنې په موخه ځنډول شوي دي.

د اب بند اوسېدونکي ډاکتر کليم الله هلال د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوې موسسې د یاد روغتون د بیا فعالولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ده زياته کړه: ((د عامې روغتيا له رياست او ولايت څخه مې کار خلاص کړى خو اړوند موسسه وايي چې له طالبانو څخه هم بايد يو ضمانت خط واخيستل شي څو دغه مرکز ته ستونزې جوړې نه کړي.))

هغه وايي چې طالبان له روغتيايي مرکز سره هېڅ کار نه لري نو د MMRC-A   موسسه بايد دغه مرکز بېرته فعال کړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محب الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د طالبانو له وېرې په دې سيمه کې د روغتيايي مرکز د فعالېدو چارې ځنډول شوې دي.

هغه وويل: ((دلته خلک له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي، دغه کلينيک بايد ډېر ژر جوړ شي.))

د هغه په وينا، د ژمي په موسم کې خو هېڅ امکان نه لري چې د دې ولسوالۍ خلک خپل ناروغان غزني ښار ته انتقال کړي؛ ځکه ډېرى مواصلاتي لارې د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې څو ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې يوه مېرمنه د روغتون او درملو د نه شتون له امله مړه شوه.

د دې ولسوالۍ يادو او يو شمېر نورو اوسېدونکو ټينګار کاوه چې هر څه ژر بايد په دې سيمه کې روغتيايي مرکز بېرته فعاله شي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده یي پژواک ته وويل چې په اب بند ولسوالۍ کې د يو روغتيايي مرکز فعالېدل منظور شوي دي.

دې وويل: ((موږ له طالبانو سره هېڅ ستونزه نه لرو خو نه پوهېږم چې ولې د دې موسسې مسوولينو د دغه مرکز د جوړېدو کار ځنډولى دى.))

اسفنده یي وايي چې د يادې موسسې له چارواکو سره يې خبرې کړې دي او هغوی ورسره د دغه مرکز د بېرته فعالولو ژمنه کړې ده.

د يادو څرګندونو په اړه دMMRC-A  موسسې رييس ډاکتر نېک محمد پژواک ته وويل چې د ياد روغتيايي مرکز د جوړېدو په موخه دوى د سيمې له خلکو د طالبانو جواز نه، بلکې د قومي مشرانو ضمانت غوښتى دى.

ده وويل: ((موږ مخکې هم په دې سيمه کې يو روغتيايي مرکز درلود چې يو ډاکتر يې بيا طالبانو له غزني څخه هلمند ولايت تبعيد کړ، نو دغه ځل بايد قومي مشران د دغه شي ضمانت وکړي.))

نېک محمد زياته کړه چې دغه مرکز به هغه مهال بېرته فعال شي چې د دې ولسوالۍ ټول خلک په يو غږ له دغه مرکز سره د همکارۍ ژمنه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې که روغتيايي مرکز له طالبانو څخه جواز ترلاسه کړي، دوى ورسره هېڅ ستونزه نه لري.

هغه زياته کړه: ((که روغتیایي مرکز زموږ د موسساتو کمېسیون په اجازه جوړ شي، موږ یې کلک حمایت کوو، په قرارداد کې بايد ستونزه نه وي او د اختلاس موضوع بايد په کې نه وي.))

ده وويل چې څو کاله وړاندې له اب بند ولسوالۍ څخه ځکه يو ډاکتر هلمند ته تبعيد شوى و چې د روغتيايي مرکز درمل به يې پر شخصي درملتونونو پلورله.

د يادونې ده، د اب بند ولسوالۍ روغتيايي مرکز له تېرو نهو کلونو راهيسې تړل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا