ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی

تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی

author avatar
4 Mar 2017 - 13:40
تخار کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی
author avatar
4 Mar 2017 - 13:40

تالقان (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د تخار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.

د تخار د پوهنې ریاست تدریسي امر حسام الدین نظري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د بي بي فهيمې په نوم د نجونو  یو ښوونځی د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوی دی.

نظري وايي چې په دې پېښه کې د ښوونځي پر ودانۍ سربېره د شل زره امریکايي ډالرو په بیه د المان هېواد له لوري مرسته شوي کتابونه، لابراتوار او نور توکي سوځېدلي دي.

نوموړی وايي چې د ښوونځي د ساتونکي د معلوماتو له مخې، وړمه شپه وسله والو کسانو دغه ښوونځي ته اور ورکړی دی.

د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي نظر محمد هم د ياد ښوونځي سوځول تاييد کړل.

خو ده وويل: ((دغه ښوونځى د اوسنۍ او پخوانۍ مديرې تر منځ د خپلمنځي شخړۍ له امله سوځول شوى دى.))

خو د تخار د پوهنې ریاست چارواکي بيا وايي چې په دې اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په لوګر هم د نامعلومو کسانو له لوري د نجونو يو ښوونځى سوځول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.