کابل(پژواک، ١٥ کب ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې نهه ملي او سيمه ييز پوليس په کندوز او بغلان ولايتونو کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د کندوز ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په قبرستان سيمه کې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو د دغه بريد په پايله کې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوی دى.
د کندوز د امنيې قوماندان زياته کړه، پلان لري چې د کندوز ښار د درېيمې حوزې په قبرستان سيمه کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره عمليات ترسره کړي.
د کندوز حوزوي روغتون سرطبيبه ډاکتره مرضيه سلام وايي چې تېره شپه روغتون ته پنځه مړي او يو ټپي ور وړل شوي خو وايي چې د ټپي حالت نازک دی.
د يوه بل خبر له مخې، تېر ماښام په يوه چاودنه کې درې ملي پوليس وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر ذبيح الله شجاع ددې خبر د پخلي تر څنګ وويل چې د بغلان پوليسو تېره ورځ درې شکمن کسان ونيول او وروسته يې د بغلان د چشمه شېر منګګ ها پوستې ته راوړل چې خپل ريموټ کنټرول ماين ته يې چاودنه ورکړه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، د دوو پوليسو او درې نورو کسانو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.
login or register a new account.