Language

ځينې کندوزي ځوانان د کار له نشتوالي شکايت کوي

 کندوز(پژواک، ١٦کب ٩٥): يو شمېر کندوزي ځوانان په دغه ولايت کې له زياتېدونکې وزګارتيا څخه شکايت کوي او وايي چې که ورته د کار زمينه مساعده نه شي، اړ دي چې هېواد پرېږدي او يا د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شي.

د ځوانانو په پارلمان کې د کندوز استازي عبدالستار شمال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وروستيو کلونو کې د وزګارو ځوانانو شمېره زياته شوې، خو دولت نه دى توانېدلى چې هغوى ته د کار زمينه مساعده کړي.

 شمال زياته کړه:((د ځوانانو لپاره د کار زمينه نه ده مساعده، د پوهنتون نه د فارغو شوو ځوانانو لپاره د کاري زمينې ورځ تر ورځې کمېږي، هېڅ کومه کارخونه هم نشته، د وزګارانو شمېر مخ په لوړېدو دى.))

نوموړي زياته کړه، وزګارتيا ددې سبب کېږي چې ځوانان ناوړه کارونه لکه تښتونې او لار شکونې ته مخه کړي او يا هم له طالبانو سره يو ځاى شي.

په داسې حال کې چې ځوانان د ټولنې د فعالو او اغېزناکو وګړو عمده برخه جوړوي، خو د وزګارتيا موضوع په ځانګړي ډول په تېرو څو کلونو کې د ځوانانو پر وړاندې يوه عمده ننګونه ده.

 په ٢٠٠١ کال کې د نړيوالو ځواکونو له شتون سره سلګونو موسسو، پوځي او نا پوځي شرکتونو په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړ چې زرګونو افغان ځوانانو ته په لوړو ډالري تنخواوو او حقوقو دندې پيدا شوې.

خو په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د کار وضعيت بدلون وکړ، زرګونه افغان ځوانانو خپلې دندې وبايللې او نور نو په لوړه ډالري تنخوا او حقوقو ورته د کار موندل ګران شول.

د کندوز ولايت يوه بل ځوان شير اغا هم د کار له نشتوالي شکايت درلود او وويل په داسې شرايطو کې چې ګڼ شمېر تحصيل کړي کندوزي ځوانان وزګار دي، ددې ولايت کاري فرصتونه د نورو ولايتونو ځوانانو ته ورکول کېږي.

 نوموړي د کاري فرصتونو د نشتوالي په ځانګړي ډول د ځوانانو د مقررۍ په برخه کې د اداري فساد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل:((په هره اداره کې چې بستونه اعلانېږي، مخکې له مخکې ورته کسان ټاکل کېږي، يوازې يوه ننداريزه ازموينه اخلي، د بې واسطې او بې پيسو کسانو لپاره اصلا دنده نه ورکول کېږي چې دا يوه ستره ننګونه ده.))

دغه کندوزي ځوان د حکومت له مشرانو وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ځوانانو لپاره د کار پراخه زمينه مساعده کړي او که چېرته داسې ونه شي، وزګار ځوانان اړ دي چې هېواد پرېږدي او يا هم د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شي.

د کندوز ولايتي شورا منشي وحيدالله رحماني هم وويل چې په هېواد کې د ځوانانو د وزګارتيا موضوع  په يوه جدي ستونزه بدله شوې او وسله وال مخالفين هم د ځوانانو د مجبوريت نه په استفاده هغوى خپلې ډلې ته جذبوي چې حکومت بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه ولري.

له بلې خوا د کندوز په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د ځوانانو چارو چارواکي هم مني چې ورځ تر ورځې زياتېدونکې وزګارتيا په سبب ګڼ شمېر ځوانان چې له پوهنتونه د ليسانس په کچه فارغ شوي، خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شوي.

login or register a new account.

Related Topics