Language

“د شېرخان بندر ګمرک رياست د فساد لپاره زمينه مساعده کړې ده”

کندوز(پژواک،١٧کب ٩٥): په کندوز کې د شيرخان بندر تصدۍ چارواکي ادعا کوي چې ددغه بندر د ګمرک رياست چارواکي د دوى په کارونو کې پر لاسوهنې سربېره، د فساد زمينه هم مساعده کړې ده.

د شيرخان بندر د خدماتي رياست سرپرست امام الدين سرشخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شيرخان بندر ځينې چارواکي چې د ادارې رييس هم په کې دى، سوداګرو ته امر کړى چې خپل مالونه په شخصي ګودامونو کې خالي کړي، په داسې حال کې چې د موټرو خالي کول او ډکول د تصدي رياست دنده ده.

هغه زياته کړه:((د ګمرک رييس زموږ په چارو کې لاسوهنه کوي، سوداګرو ته يې امر کړى چې خپل مالونه په شخصي ګودامونو کې خالي کړي، دغه کار د مالي فساد او قاچاق زمينه مساعده کړې او هره شپه له شخصي ګودامونو له ٨٠ تر سلو ټنو پورې مالونه بارېږي، يوازې د شلو ټنو پيسې تصدي رياست ته رسېږي.))

د شيرخان بندر يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې د موټرو د بار خالي کول د تصدۍ دنده ده، خو په ګمرک کې چارواکي اجازه نه ورکوي چې سوداګر خپل مالونه په تصدي کې خالي کړي.

خو د هاشم په نامه يوه سوداګر د تصدي رييس څرګندونې رد کړې او ويې ويل:((تصدي د سوداګرو د مالونو د خالي کولو امکانات او توان نه لري، موږ اړ کېږو چې خپل مالونه په شخصي ګودامونو کې خالي کړو.))

د پژواک خبري اژانس خبريال هڅه وکړه چې ددې ادعاوو په اړه د شيرخان بندر د ګمرک رييس نظر هم ولري، خو له پرله پسې اړيکو وروسته هم  نوموړى خبرو ته حاضر نه شو.

login or register a new account.