Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هلمند کې لس وسله وال  طالبان وژل شوي

لښکرګاه(پژواک،۱۸کب۹۵): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، نادعلي او مارجې ولسواليو کې عمليات پيل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک د کب په١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو سيمو کې عمليات روان دي او تر اوسه لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور  ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

ځواک وايي چې د همدې عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه زياته کړه: (( په دې عملياتو کې تر اوسه څلور کيلومتره پرمختګ شوى،  خو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه عمليات ورو روان دي.))

ده وويل چې په  نيول شويو سيمو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې هم جوړې شي.

دغه راز په هلمند کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې نن سهار نوي ضربتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.

هغه وويل چې هوايي ځواکونه هم د ضربتي ځواکونو مرسته کوي او تر اوسه يې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز په هلمند کې د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون اته طالبان وژل شوي دي.

ځاځى وايي چې د جګړې پرمهال د طالبانو يو کرولا موټر او درې ميله وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز په هلمند کې د پوليسو د څلورمې لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل پژواک ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.