لښکرګاه(پژواک،۱۸کب۹۵): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، نادعلي او مارجې ولسواليو کې عمليات پيل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د کب په١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادو سيمو کې عمليات روان دي او تر اوسه لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
ځواک وايي چې د همدې عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه زياته کړه: (( په دې عملياتو کې تر اوسه څلور کيلومتره پرمختګ شوى، خو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه عمليات ورو روان دي.))
ده وويل چې په نيول شويو سيمو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه پوستې هم جوړې شي.
دغه راز په هلمند کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې نن سهار نوي ضربتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
هغه وويل چې هوايي ځواکونه هم د ضربتي ځواکونو مرسته کوي او تر اوسه يې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه راز په هلمند کې د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون اته طالبان وژل شوي دي.
ځاځى وايي چې د جګړې پرمهال د طالبانو يو کرولا موټر او درې ميله وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په هلمند کې د پوليسو د څلورمې لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل پژواک ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي دي.
وسله وال طالبان هم يادې جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په نادعلي ولسوالۍ کې د جګړو او چاودنو پرمهال ١١ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
هغه وايي چې د چاودنې پرمهال يو هاموې ټانګ هم له منځه تللى دى.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې له ١٣ څخه شپږ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










